غزل

ستا د اوښکو څاڅکو غوندي 
 زه هم دومره ډېر غمګین یم
سپور اسمــــانه نور را توی شه 
زه خو ســـــم له ژړا شین یــــم 
چا ویل چي کـــــروړ خیال وه؟ 
چا ویل چي زه ګـــــرګین یـم ؟
په ما، مه غرمبــــېژه تــــوره!
زه د پوست د نــــنه سپـــین یم 
زما زړه کي د اور کــور دی 
 هسي، ستا په وړاندي ورین یم
وخته! ستا بېـــلګه صــحي ده
زه د زر د سر زریـــــــن یم
دا هم لوبــــه د تـقــــــدیر ده
چي په سل رنــــګه رنګین یم
نو، هغه ریښتیا به دروغ وي 
 چي به زه ورکي خوښــین یم
ای له سترو ، ســــتره خــــــــــــدایه 
نور دي خوړین جهان کي خوړین یم
خپـــل له شـــتوو دي لــــــږ را کړه
 چي د لــــمر ورکي لمــــرین یـــــم
تاته، تل ستا فیضـــــــاني یم
 تاته، تل د خــــاورو رین یم