غزل

له رنــــګونو جوړ اســــمان لرې په زړه کي
یو شـــــاعر غوندي جانــان لرې په زړه کي
په جــــــــــنــــــت کي د زریني درې یاري!
جنتي بلا جــــــــــــــــــهان لرې په زړه کي
تا دښـــــــــــــــکلو باطنه هسي صحي کړه؟
که د ښــــکلو روح پوهان لرې په زړه کي؟
ډیر یې، تش یوې نامې ته په ملا پرې شول

ته پـــــــــــــوره افغانستان لرې په زړه کي
فیضــــــــــــاني په څېري ته هم شه په منډه
په حـــــــــقونو پوښ ایمان لرې په زړه کي