د تدریس د مسلک دیموکرات جوړښت  او د حکومت رول

په نړی کې دوه ډوله ښوونیز او روزنیز نظامونه دي؛مرکزي دویم غیرمرکزي. په مرکزي کې ټول واک او صلاحیت د معارف وزارت سره وي، خو په غیر مرکزي کې واک بیا په حوزو ویشل شوی وي. حکومتونه تل هڅه کوي چې د نورو سره د پرتلې له مخې خپل ښوونیز او روزنیز نظام اصلاح کړي او تر ټولو نه ښه خدمات وړاندې کړي. داسې موخې وټاکي چې د دوی بشري ځواک لا پياوړی شي،اقتصاد یې قوي شي د سیالانو سیال شي.تدریسي چارې يې په نړیوالومعیارونو برابرې شي، تر څو ټاکل شویو موخو ته په مثمره توګه ورسیږي.
والدین د قانون په اساس مجبور دي چې خپل ماشومان ښوونځیو ته ولیږي، ولې د دوی توقع دا وي، چې د ښو او وړ ښوونکو د نظارت لاندې ښه تعلیم حاصل کړي. خو هیڅ دلیل نشته تر څو دا تضمین کړي چې د دوی بچیان دې سم وروزل شي، ځکه هغه مشهور او معیاري طرزالعملونه چې د دولت له خوا برابر شويدي د هغې عملي کولو هڅه کیږي، هغه که د شاګرد لپاره ګتور وي یا نه وي.ولی په ټوله کې والدین باید د دې اندېښتنه ونه لري چې ګواکې د دوی بچیان به د نا لایقو معلمانو تر نظر او څارنې لاندې وي. په ټولنه کې مختلف النوع مسلکونه دي چې هر یو يې په خپله ساحه کې کار کوي لکه ؛ د طب برخه،حقوقو برخه د دولت وکیلان او نور... هغه ادارې چې د هغوی په جوړښت کې د خلکو رول وي، بیا نظارت هم ترې همدا خلک کوي،خو دوی مجبور دي چې د تصمیم نیولو په وخت کې د مسلکیانو نظریاتو ته احترام ولري،خو که په حرفه کې يې پوهه کمه وي نشي کولای ښه تصمیمونه ونیسي او تعادل برقرار کړي. د بېلګې په توګه په مکاتبو کې ډیرۍ داسې پېښو ته لاسرسی ندی شوي، چې د ماشومانو د بد رفتارۍ ښکارندويي کوي، نو دلته ځينې دولتي او غیر دولتي مؤسسې دي چې مداخله کوي او د هغوی څخه لیدنه کوي، بررسي کوي يې. هغه مقررات چې د ښوونځیو له لورې په خپلسري توګه وضع او عملي کیږي، د ټولنې د کارکوونکو د کم، خو مؤثره متقابل غبرګون سره مخ شول. دې قضیو د خلکو غوسې را وپارولې. قوي مسلکونه لکه طب، حقوق، مهندسي او نور کله کله خلکو ته خدمت وړاندې کوي، ولی د هغوی لپاره همداسې ښې لارې، ښه معیارونه او د مسلک جوړونې طریقې په پام کې نیول شويدي، چې د تدریس لپاره په پام کې نه دي نیول شوي. تعلیم او تر بیه یو حق او همدارنګه یوه وجیبه ده، نو باید د دولت له خوا ټولو ته په مساوي ډول ورکړل شي.
په ډیری هیوادونو کې تعلیم او تربیه یو جبري امر دی چې باید پر ځای شي. دولتونه غواړي چې لوستي او مسلکي خلک د همدې لارې په مختلفو برخو کې وروزي تر څو د هیواد اقتصاد ور سره پر مختګ وکړي. غیر دولتي حرفي یا غیر حرفوي ادارې چې د دولت له خوا ور ته ځینې اختیارات ورکول کیږي، لیکن محدودیتونه هم پرې وضع کیږي.
د دولت، محلي ټولنو، والدینو او روزونکو ادعاوې د تعلیم د ډولونو د تعین لپاره؛ چې د مناسبو، منصفانه او مؤثره موخو پراخ مسیر لري کم باید ونه ګڼل شي. د نوي حکومت والۍ حساب ورکونۍ طریقې باید معلمینو ته اجازه ورکړي، تر څو په مسلکي ډول د شاګردانو په ګټه عمل وکړي، خو دیموکراتیک دودونه هم باید مراعات کړي.
په پایله کې ویلای شو چې دولتونه په ښوونیزو او روزنیزو سیستمونو کې خامخا دخالت لري، مثلاُ د هغوی لپاره عمومي موخې ټاکي، د موخو د لاسته راوړلو لپاره هلې ځلی کوي او ستراتیژي جوړوي، له کړنو څخه يې نظارت او لیدنه کوي، په تدریسي چارو کې معلمینو ته آزادي ورکوي، ځینې محدودیتونه هم پرې وضع کوي. د حرفې خاوندانو او همدارنګه په ځینو مواردو کې والدینو ته هم په تصمیم نیونه کې ونډه ورکوي. دا چې دلته اُجره معلم ته حکومت ورکوي، نو ځکه د دوی په کړنو کې په اکثره مواردو کې دخالت هم کوي.
درنښت
سیدشاه ګل ویاړ