په ښوونیز جریان کې د مؤثرې زده کړې لپاره انګیزه یو مهم فکتور دی. هر ښوونکی او استاد باید وکولای شي چې شاګردان درس ته را وپاروي، زده کړې ته يې علاقه مند او جذب کړي، تر څو هغه موضوعات چې د ښوونې په جریان کې هغوی ته وړاندې کیږي ور څخه مستفید شي. معمولاً انګیزه داسې تعریف کیږي: "انګیزه یو داخلي ځواک دی چې یو کس فعالیت کولو ته هڅوي او هغه حالت چې د انګیزې له کبله په شخص کې رامنځته کیږي انګیزش بلل کیږي." دا چې انګیزه د یوه کس له داخل نه سرچینه اخلي، ولی لامل يې ممکن بهرنۍ یا داخلي وي؛ نو ښوونکې باید داسې مهارتونه او تخنیکونه وکاروي تر څو شاګرد کې د بریالۍ زده کړې لپاره دا داخلي قوه او ځواک فعال کړي.
راځو دې ته چې هغه کوم تخنیکونه او مهارتونه دي چې موږ استادان او ښوونکي یې په کار واچوو، تر څو شاګردان درس او زده کړې ته علاقه مند کړو او په هغوی کې د زده کړې لپاره انګیزه ایجاد کړو؟
مثلاً غواړو چې په ټولګي کې د روزنیزې ارواپوهنې اړوند (کورنۍ او د هغې عاطفي فضا) تر عنوان لاندې موضوع تدریس کړم.
په هغوی کې د انګیزې د ایجاد او دوام لپاره لاندې ګامونه اخلو:
د دې لپاره چې په دوی کې د یادې موضوع د زده کړې لپاره په هغوی کې انګیزه ایجاد کړو، هڅه کوو چې د یادې موضوع عنوان د پوښتنې په شکل ولیکو. یعنې عنوان داسې لیکو؛ کورنۍ د عاطفي فضا له مخې څه معنی لري؟ شاګرد د ځواب موندلو لپاره فکر او پلټنه پیل کوي او موضوع ته يې پام اوړي.
وروسته د هغوی تر منځ ګروپونه ایجادوو او لږ وخت ورکوو تر څو په ګروپي شکل په یاده موضوع او د مختلفو (دېکتاتورې، ډیموکراتې او مطلقې آزادې ) کورنیو اغیز په دوی او د دوی په ماشومانو او شاګردانو بحث وکړي، او خپل آندونه له ټولو سره شریک کړي.
وروسته د شاګردانو د خوښې وړ ماډرن وسایلو نه په استفادې لکه کمپیوټر، د موضوع په وړاندې کولو خپله پیل کوو او هڅه کوو چې د کورنۍ اړوند داسې ویډیوګانې او یا انځورونه هغوی ته دکمیپوټر په مرسته پلې کړو چې د کورنۍ د غړو ترمنځ اړیکې په ډاګه کوي.
د هغوی د فعاله ګډون لپاره د درس په منځ کې ځینې داسې پوښتنې مطرح کوو چې وروسته له لږ فکر کولو هغوی پرې بحث کولای شي او د دوی په اوسني او تیر ژوند پورې تړاو ولري.
هڅه باید وکړو چې د دوی په ژوند کې د کورنۍ د غړو تر منځ د اړیکو ارزښت او اهمیت او د هغې مثبتې او منفي پایلې د دوی په راتلونکي ژوند کې په واضحو الفاظو بیان کړم.
بل اقدام مو باید دا وي چې د هغوی د تل پاتې زده کړې او هڅونې لپاره داسې انګیزه ایجاد کړو چې د دوی له داخل نه منشأ واخلي یانې د همدې موضوع زده کړه یوه اړتیا وګڼي.
خو دا چې موږ څه ډول کولای شو یو بې علاقې او بې انګیزې شاګرد داسې را وپاروو، تر څو په تل پاتې توګه زموږ مضمون په علاقه مندۍ او شوق سره ووایي؛ نو په دې برخه کې هم باید ځینې اقدامات تر سره کړو، چې په لاندې توګه اشاره ورته کوو:
شاګردانو ته زموږ د مضمون(روزنیزې ارواپوهنې) اړتیا د هغوی د ماشومانو او همدارنګه د هغوی د شاګردانو په روزنه کې په ډاګه کوو او په دې زیاټ ټینګار کوو چې پرته د روزنیزې ارواپوهنې تاسو په هيڅ صورت نشي کولای چې خپل ماشومان او خپل شاګردان په سمه توګه وروزئ او هغوی ټولنې ته د ګټورو کسانو په توګه وړاندې کړئ. په دې توګه به موږ توانیدلي وو چې په هغوی کې مو داسې یوه انګیزه ایجاد کړي وي چې د داخل نه سرچینه اخلي، چې دا د روزنیزې ارواپوهنې د دایمي او په علاقه مندۍ سره د لوستلو په برخه کې یو ښه اقدام کیدلای شي.
د ټولګي کنټرول، د شاګردانو د نومو زده کول هغه څه دي چې کولای شي، موږ سره د شاګردانو د علاقې او د لوستلو دایمي انګیزې د ایجاد په برخه کې مرسته وکړي. کله چې موږ د شاګردانو نومونه زده کوو، هغوی د عاطفي له لحاظه ښه احساس لري، او زموږ درس ته متوجه کیني تل هڅه کوي چې زموږ سره په بحثونو کې برخه واخلي او له هر نوع بې ځایه شوخۍ لاس واخلي؛ نو پدې توګه به موږ توانیدلي وو چې په ټولګي بشپړ کنټرول ولرو او دوی په تل پاتې توګه علاقه مند کړو.
د کلامي تشویق په مرسته د بهرني امتیاز په ځای په داخلي امتیاز باید ټینګار وشي؛ ځکه چې د داخلي امتیاز اساس داخلي اړتیا جوړوي او دا د دې سبب کیږي، چې د لوږې او تندې په څیر يې هر وخت لوستلو ته وهڅوي؛ خو باید پدې برخه کې خپل حد مراعات کړو او مکرر کلیمات هر ه ورځ ونه کاروو.
هغوی ته نسبتاً ستونزمنې کورنۍ دندې وسپارو، خو منابع او د هغې د اجرأ طریقه هم په واک کې ورکړو، بیا يې فیډبک هم ورکړو. هڅه وکړو چې په کورنیو دندو کې د هغوی د تسلط درجه لوړه وښیو؛ ځکه چې کامیابې تجربې او په موضوع د تسلط د احساس لوړول د دوي د علاقې د دوام سبب کیږي او بر سیره پر دې بهرني امتیازات یانې نمرې هم باید په نظر کې ور ته ونیسو، تر څو تر خپله وسه د هغې په ښه اجرأ کې هڅه وکړي.
یوازې موږ نشو کولای چې هغوی درس ته علاقه مند او راوپاروو بلکې د هغوی د کورنیو او انډیوالانو همکاري او مرسته هم باید په مختلفو لارو جذب کړو.
له پورته توضیحاتو څخه دا نتیجه تر لاسه کیږي، چې په یوه شاګرد کې د درس او مطالعې لپاره د انګیزې ایجادول او د هغې تداوم که څه هم ګران کار دی ولی ناشونې نه دی. که موږ وغواړو چې زموږ درس او مطالب دې د شاګردانو لپاره مؤثره واقع شي او هغوی دې ګټه ترې واخیستلای شي؛ نو د نورو مهارتونو، پوهې او مسلکیتوب تر څنګ باید موږ پدې هم وتوانیږو چې په خپلو شاګردانو کې د درس او مطالعې لپاره داسې انګیزه ایجاد کړو، چې د شاګرد له داخل نه سرچینه واخلي تر څو دوام يې تل پاتې وي. همدارنګه کولای شو چې په ځینو وختونو کې د بهرني پاداش او امتیاز په اساس هم شاګردان درس ته علاقه مند او هغوی کې انګیزه ایجاد کړو.
وروستي