نن د فبروري (14) په امریکا، انډیا او نور ګڼ شمیر اروپايي او یو شمیر نورو هېوادنو کې دغه ورځې د (عاشقانو د ورځې) په نوم تجلیل کیږي. ولې د عاشقانو ورځ؟ په لرغوني روم کې د دویم کلودیوس (Claduias II) امپراتوري وه. چې هغه وخت درېیمه مېلادي پیړۍ په جریان کې وه. امپراتور کلودیوس یو فرمان صادر کړ چې، د ځوانې په عمر یو څوګ نشي کولای چی واده وکړي. د دویم کلودیوس موخه دا وه چې، په هغه وخت ډېر ځوانان په لښکر کې په اجباري ډول په خدمت بوخت وو. امپراتور عقیده درلوده چې که چیرې یو مجرد جنګي عسکر د جګړې دګر ته داخل شي نو هغه به زیات بریالی وي نسبت هغه ځوان عکسر ته څوګ چې متاهل وي. د امپراتور عقیده دا وه چې يو مجرد جنګیالی د جګړې په دګر کې یواځې د دښمن د ماتي په فکر کې وی. خو متاهل جنګیالی پرته د جګړي له فکره، د خپلې کورنۍ د راتلونکي، ښځې او بچو په وېره او فکر کې هم وي. پدی وخت کی یو عیسوي دیني لارښوود والېنټاین (Valentine) د امپراتور له فرمان څخه په پټه سر غړونه کوله او د ځوانو مينو جوړو ترمنځ به یې نکاح کولو. کله چی امپراتور کلودیوس د Valentine له د غه کار خبر شو، لومړی یې هغه زنداني او ورپسې یې اعدام کړ. که په ځير سره وګورو نو دغه ورځ په حقیقت کې کوم ځانګړی مېسیج د رومانس Romance لپاره نه لري. خو نن ورځ د نړۍ عاشقانو ته یوه موقعه ده چې خپلې رشتې پسې نور هم غښتلي کړي او یا نوی تارونه وغزوي. په دې ورځ خلک څه کوي؟ د ډالۍ، ستړی مشۍ کارتونو، شريني، ګلانو ... وېشي او وړاندې کوي. بلن لیکونه د ځانګړيو رستورانونو، هوټلونو او نورو تفريحي ځايونو لپاره ليږل کيږي. له کریمس (Christmas) ورسته، د ډالیو (تحفو) او کارتونو په وېش کې دغه ورځ په نړۍ کی دویم ځای لري. اسلامي لېد لوری: لکه څنګه چې دغه ورځ د کفارو تقلید او کړنه ده. د خدای (ج) او د هغې د خوږ نبي د خفگان سبب ګرځي. نو په مهرباني سره، له لمانځلو يې ډډه وکړئ.
وروستي