
د افغانستان د اسلامي حزب مشر انجینیر ګلبدین حکمتیار د تیر میلادي کال دسپټامبر په ۲۹نیټه د افغان دولت سره دنامالوم ځای څخه د سولې تړون لاسلیک کړ.
په اتیایمه لسیزه کې اسلامي حزب یو له هغو افراطي اووګونو حزبونو څخه ګڼل کیده،چې دپاکستان له غوڅ ملاتړ څخه برخمن وو.
درې لسیزې وروسته نهه شپیته کلن ګلبدین حکمتیار په یو متفاوتې څیرې له تورېلونګۍ ، سپینې ږیری او له سپینو عینکو سره د سولې تړون د لاسلیک لپاره حاضر شو.
دشوروي د اشغال پرمهال اسلامي حزب او د مجاهدینو نور حزبونه د امریکا دمتحده ایالاتو ، عربستان او دپاکستان داستخباراتي ادارېله لورې اکمال،تجهیز او پوره ملاتړ يې کیدل.
واشنګټن د میلیاردونو ډالرو په لګښت هیله من او مطمین وو چې خپل سیال روسیه به د حکمتیار او نورو افراطي ډلو او حزبونو په مرسته ماتوي ، چې بالاخره په ۱۹۸۹میلادي کال کې خپلې دې هیلې ته هغه مهال ورسیده چې د روسیې وروستی عسکر له افغانستان څخه ووته.
په ۱۹۹۲میلادي کال کې د شوروي اتحاد د دړې وړې کیدو وروسته د ډاکټر نجیب الله حکوت له حکمتیار سره په مشروط ډول د سولې او واک د سولیز لیږد په سر جوړ جاړې ته نږدې شو او کله چې خپل پوځونه د جنوب څخه کابل ته انتقال کړي، په ورته وخت کې د حکمتیار رقیب او دشمال ټلوالي قوماندان ااحمدشاه مسعود هم دشمالي ولایتونو څخه دمرکز کابل په لور خوځیدلی وو.
په ۱۹۹۲کال کې د اسلامي حزب او نورو حزبونو ترمنځ په کابل ښار جګړه ونښته او د بمباریو او راکټونو له امله د سره صلیب دراپور له مخې نږدې پنځوس زره ملکي وګړي ددې اسلامي حزبونو له لوري په کابل شهیدان شول.
په ۱۹۹۵میلادي کې کال کې د طالبانو د اسلامي تحریک په نوم یو حرکت د افغانستان له جنوب څخه کابل په لور حرکت وکړ او نږدې د هیواد ډیری سیمې تر خپل کنټټرول لاندې راوستې، که څه هم تردې وړاندې حکمتیار د پاکستان د پوځ یا ای ایس ای له خورا پوره ملاتړه برخمن وو خو د طالبانو په راتګ او دپاکستان له لورې ددې ډلې په رسمي پیژندلو وروسته حکمتیار ونشوای کړای چې پاکستان ته لاړ شي نو اړ شو چې د ځان لپاره نوي ملګري او انډیوال پیدان کړي مجبورآ ایران يې انتخاب کړ او هلته يې پناه واخیسته.
په ۲۰۰۱میلادي کال کې د امریکا تر مشرۍ لاندې د نوي حکومت او شمال ټلوالي سره هم په مخالفت کې پاتې شو ، په نهم سپټمامبر هغه مهال چې د حکمتیار ستر رقیب او دشمال ټلوالي قوماندان احمدشاه مسعود د القاعده شبکې له لورې ووژل شو، حکمتیار په ایران کې نظربند وو او کله چې د امریکا پخواني جمهور رئیس جورج ډبلیو بوش د حکمتیار او نورو ترهګرو ډلو په ساتلو او تجهیزولو ایران د شرخوښونکي هیواد په توګه یاد کړ نو حکمتیار یو ځل بیا دخپل پخواني ملګري او ملاتړي هیواد کې دځان لپاره د اوسیدو او وسله والې مبارزې په موخه ځای پیدا کړ، او له ایران څخه بیرته پیښور ته لاړ.د سولې دغه تړون تر لاسلیک وروسته یوشمیر اروپايې هیوادونو له حکمتیار سره د هغه دتیرو کړنو له امله ځکه مخالفت وکړ چې په ۲۰۰۸کال کې د نوموړي اړوندو کسانو په سروبي کې لس فرانسوي سرتیري او په ۲۰۱۳کال په کابل کې دوه امریکايې سرتیري ووژل.
که څه هم حکمتیار له ۲۰۱۳کال وروسته هم د جنګ یو اصلي عامل دی خو اوسمهال پاکستان فکر کوي چې د سنګر پرځای حکمتیار په کابل کې دهغه هیواد لپاره ډیر ګټور تمامیدای شي
د تیرکال په سپتامبر میاشت کې د حکمتیار او افغان دولت ترمنځ دسولې تړون به د افغانستان په روانې جګړې کوم منفي او مثبت تاثیر ونه کړي خو دسولې دا ډول مذاکرات او خبرې اتري نورو ترهګرو ډلو لکه طالبانو ته ددې زمینه برابروي چې له افغان حکومت سره خبرې اترې تر هر بل وخت اوسمهال امکان لري .
له حکمتیار سره په تفاهم لیک دا هم راغلي چې دافغانستان اساسي قانون ته به احترام کوي، له جګړې به لاس اخلي او د میرمنو او نارینو حقونونه پرته له تبعیض څخه په مساوي ډول د اساسي قانون مطابق باید ورته پاملرنه وشي.
حکمتیار دخپلو بندیانو د خوشی کیدو ، په نظامي برخه کې دخپلو افرادو په ځای پرځای کیدو او یوشمیر نورو مسایلو ټینګار کړی.
که څه هم د امنیت شورا د تور لیست څخه د حکمتیار نوم وایستل شو خو لاهم یو شمیر کړۍ او هیوادونه شته چې نه غواړي حکمتیار دسولې له روان بهیر سره یوځای شي.
بله مهمه خبره داده چې ایا د اسلامي حزب دغه افراطي امیر به ښځو ته چې د افغانستان په اساسي قانون کې کوم ډول حقوق ورکړي قایل شي که څنګه ؟
د بیان ازادي او نورې هغه لاسته راوړني چې د تیرو پنځلسو کلونو له لورې د حکومت له لویو لاسته راوړنو څخه دي امکان لري چې دغه افراطي مشر به ورسره ځان عیار کړي.
کابل ته د حکمتیار تر راتګ وروسته دا او ډیری نورې پوښتنې به روښانه شي.