د ملي اردو سرتیری د وژلو وو، نه د وهلو!

افغانستان داسې هیواد دی، چې ټوپکوال ، جنګي مجرمین او قوماندان د قانون څخه مافوق او کل اختیاره دي.
متاسفانه مونږ دې ته خوشاله وو چې د پروني ټوپکوالو او جنګي قوماندانانو دور په خلاصیدو دی او ددې ټوپکمارو زامن د هیواد څخه دباندې زده کړې کړي او ښايې چې اهلي شوي، خو نه عاقب ګرګ زاده ګرک شود...
زه شخصا د شمال دلنډغر قوماندان حضرت علی د زوی احمدعلي څخه کومه ګیله نه لرم چې ولې يې د ملي اردو سرتیرې وهلی ډبولی بلکه د خدای شکر اداء کوم چې دغه سرتیری يې وژلی ندی.
ځکه د جګړه مارو زامن خو تر قانون پورته دي او لکه څنګه چې اوس ددې سرتیري څوک پوښتنه نه کوي هغه مهال هم چا غږ نه شو کولای.
په افغان چارو کې د جنګسالارانو حاکمول کرزي رواج کړ او ولسمشر غني ورته دوام ورکوي.
کرزي ټوپکمار په عام ولس حاکمول او خلک یې پرې داړل خو اشرف غني يې زامن مقرروي او خلک پرې توهینوي او وژني.
د دغه اتل سرتیرې ویډیو ما په کراتو مشاهده کړه ، د تاسف خبره داده چې د قانون جوړونکي زوی چې دهغې دنده هم نظارت دی د ملي اردو عسکر، د نظام د ساتوونکي او د قانون پاسدار د کلاشینکوف په کونداغونو وهل او عام خلک ددولت ضد شعارونه ورکول. دا شعارونه عادي مه ګڼئ همدغه شعارونه د مجاهدینو د خپلمنځي جګړو پرمهال هم اوج ته ورسیدل او خلک داسې یوې تورې ته پناه یوړل چې تصور یې نه کیده.
حکومت باید په ټول قوت او درایت ددې قضیې هراړخیزه څیړنه وکړي او ددې لنډغرو لاس دې له حکومتي اسانتیاوو څخه پرې کړي.
زه فکر نه کوم چې څوک دې د حضرت علي ټوپکمار ځوی ته څه ووايي او حیرانه دې ته یم چې دقانون جوړونکي زوی او خپله په محلي چارو نظارت کوونکي څنګه کولای شي دومره پست عمل ترسره کړي؟
عاقبت گرگ زاده گرگ شود
گرچه با آدمی بزرگ شود!