مهربانې مورې !
ګرانې خورې !
ورځ مو نیکمرغه
پوهیږم چې تاسې به وايې کومه ورځ ؟!
هغه ورځ چې د دین ټیکدارنو ، وطن پلورونکو او د پردیو په جامه جاسوسانو او یوشمیر نورو غیرتو بریتورو ته ښځه لاهم یا د ګور ده یا دکور ده پیغور ده.
خو نه خورې او مور جانې !
پوهیږم چې مونږ ډیرې ستونزې لرو، لاهم زما ډیری خویندې او میندې د کابل او ولایتونو په ګڼ شمیر واټونو کې د یوې مړې ډوډۍ پیدا کولو لپاره خلکو ته دسوال لاس اوږدوي ، دوی لا له خپلې سپیڅلې ورځې نا خبرې دي ، خو مطمینه یم چې یوه ورځ به خپلو هیلو ته ورسیږو او ټول به په خوښیو خپله ورځ ولمانځو .
ګرانو خویندو او میندو !
زه هم یوه مور یم ، پردیسه خور یم خو هڅه کوم چې د خپل زوریدلي ملت او کړیدلو خویندو سره د خوښې په دې مناسبت خپل دزړه درد شریک کړم.
پوهیږم باید په تیرو پنځلسو کلونو کې څومره کار چې مونږ ته شوی وای نه دی شوی خو بیا هم نسبې پرمختګ شوی او د خدای تعالی شکر اداء کوم او پرتاسو افغانانو خویندو او میندو ویاړم چې هره ورځ دخپلو حقه حقوقو د ترلاسه کولو لپاره مو سهار او ماښام مبارزه وکړه .
زه پرته له دې چې له تاسې مننه وکړم بل هیڅ هم نه شم درکولای .
خومطمینه یم چې د مارچ اتمه نیټه چې په ټوله نړۍ کې د ښځو د نړیوالې ورځې په ویاړ لمانځل کیږي اصلي مستحقین یې تاسې زما افغانې میندې او خویندې یاست، ځکه تاسې په سختو شرایطو کې د خپلې ټولنې دپرمختګ لپاره منډه ترړه کوئ.
هغوې چې د اسلام نه نا خبره دي یو ځل دې قران عظیم الشان ته مراجعه وکړي او الهي احکامو څخه دې ځان باخبره کړي فکر کوم بیا به هیڅکه ښځې ته پیغور او په سپکه نه ګوري.
نو اې غولیدلی وروره !
د خپلې مبارکې ورځې په ویاړ ستا یوه پردیسه او مسافره خور درنه هیله لري .
پیسې نه غواړم !
کور نه غواړم !
ځمکه او کالي هم درنه نه غواړم !
خو غواړم چې زما دبچې پر وړاندې د مکتب او پوهنتون ټولې بندې دروازې خلاصې کړې او له مجبوریت او پردي احتیاجه مې خلاصه کړه.
پردیسۍ او مسافرت مې زړه ډیر نری کړی ، په پردې وطن کې د شپې سبا کولو وس او توان نه لرم نو د خدای روی وګوره او د زده کړې ، تعلیم او دندې اجازه راکړه.
وروستي