د نورې نړۍ خلاف، زموږ په هېواد کې تر ډېره د امنیتي پېښو خواشینونکي خبرونه ډېر وي.
زما چې د ژونالېزم په ډګر کې دا کابو اوه کاله وشول نو تر ډېره دغه څېر؛ د چاودنې، ځانمرګي برید او د وژنې خبرونه لیکم او نور هم پرې خبروم.
کله خبر راشي، چې هلمند کې چاودنه شوې.
کله بیا راته وویل شي، چې فراه کې ناپېژاندو وسلوالو یو کس په ډزو وژلی.
کله راته وویل شي، چې کندهار کې یوه کس خپل مېرمن سوځلې.
بیا مې مشر راته ووايي، هماغه خبر، چې ډېر تلفات پکې خلکو ته اړول شوي؛ سرټکی یې کړه.
بس همدا مې دنده ده. که خبر د خوښۍ وي که د غم، باید خلک پرې خبر کړم.
کله - کله چې د ابادۍ او خوښۍ خبر وي، نو ژر ژر یې د خبرونو لومړیو ته کړم، چې لیدونکي مې لږترلږه یوه ورځ ووايي، چې نن يې د خوښۍ خبر راکړ.
چې خبره رانه بلې خواته لاړه نشي؛ د خپل ځان په اړه لیکم:
شهرت کله یو چاته جنجال پېښوي او کله هم د ډېرو خلکو پر وړاندې د درناوي لامل کېږي.
هغه سیمه کې چې اوسېږم، له سپين ږیري یې نیولې تر ماشومانو او مېرمنو، ټول مې پېژني، چې پر مخه يې ورشم؛ درناوي مې کړي، سلام راته وايي او راته وايي چې څه خدمت درته وکړو.
همداشان په ښار او هر ځای کې چې یم، که یو څوک راته یوه شېبه هم ځیر شي، حتماً یې فکر ته ورځي، چې دا سړی خو مو چېرې لیدلی.
کله - کله راته ځیني وايي، تل د وژنو او چاودنو خبرونه راته وايي.
ددې خبرې په اوریدو راسره ووایم، رښتیا هم همداسې ده خلکو ته چې کوم خبرونه وایم، تر ډېره خواشینونکي وي.
راسره په فکر کې شم:
ای! زه به هره ورځ څومره کسان خفه کوم؟
ډاډه یم چې په زرګونو کسان هره ورځ زما په ژبه د ویونکي بدخبر له برکته غمجنېږي.
خو همدا مې دنده ده چې، که خبر خوابدونکي هم وي، باید خلک پرې خبر کړم.
له خدایه غواړم زما په وطن دې هغه ورځ ژر راشي، چې زه مې هېوادوالو ته، تل د ابادۍ او خوشحالۍ خبرونه ووایم.
په همدې هیله!
وروستي