اونۍ مخ کې به وه ، په یوه افغاني لیک خونه (چټ روم) کې مې د نورو ګڼو افغانانو سره چې د دونیا د هر کنج څخه د انټرنټ په مټ په لیکه شوي وو چټ کوه د ټوکو ټکالو تر څنګ به مو یو نیم شعر او یا ټپه هم پکې وویشته یو څوک په (خپل مستعار ) نوم سره نوی زمونږ بنډار ته راغی د سلام او جوړ په خیر نه وروسته یې د یوې غزلې مطع چې په یاد مې نه ده خونې ته را ولیږله او وروسته یې زما مستعار نوم ورسره ولیکه چې ...... ته ډالۍ ما ترې مننه وکړه او لاندې بیت مې په همغه ردیف په فې البدیهه شعر کې ورته ډالۍ کړ
وایه زه به ورته څنګه لار پیدا کــــړم
ګـــرد چاپېره ترې لښــــکرې دي جانانه
له هغه اړخه هم یو بیت را غبرګ شو خو بد بختانه ما یې کاپې له ځانه سره و نه ساتله
بیا وار زما وو لاندې بیت مې ورته ډالۍ کړ
ستا د سترګو تصویر تل لرم په زړه کې
که هر څومره را نه لــــــرې دي جـانانه
او ورپسې مې دا لاندې بیت هم ولیږه
ستا په سپین روخسارراڼې ـ راڼې بهیږې
اوښــکــې نه دي ملغلـــــــرې دي جانانه
او په ضمن کې مې ترې وپوښتل چې ګرانه دا غزل ستا خپل ده که د کوم بل شاعر؟ صبر مې ونه شو نوموړی کس مې بېلې خونې ته را وغوښت
تر سلام وروسته مې وپوښتل ګرانه تاسو څوک یاست او له کوم ځای نه اونلین یي؟
..... زه خو په سعودي کې اوسیږم ،نه دا غزل زما نه دی او والله که مې په یاد وي چې د چا دی ، نوم مې (......) او تاسو ؟
ـ هوووو تا دلته څه کوې زه ولایت خان یم وودې پيژندم ؟
..... هغه ځدراڼ ؟ چې په رومال بهير او څو نورو سایټونو کې شعرونه خپروي ؟
ـ هو یاره هغه یم
دواړه یو بل ته په خانده شو ځکه چې د یوه تصادف له مخې مو سره پیدا کړي وو نوموړی کس ځوان شاعر یاسین شفق وو چې دا ځو میاشتې راهېسې د خپل کور کلي څخه لرې په سعودي عربستان کې د مساپرۍ شپې ورځې تېره وي د( ام ـ اس ـ ان) پتې مو سره واخیستې او هلته مو د زړه خواله سره وکړه د سفر له ناخوالو مو ګیلې سره وکړې او په ټوکو کې مې ورته ووایل چې تا خو ښه یې خپل هیواد ته خو نیږدې یې ما وګوره چې اوه غرونه او اوه سیندونه لرې د دونیا په اخیري کنج کې پروت یم غوښتنه مې ترې وکړه چې یو څه راباندې واوروه یو ښکلی غزل او د ( بې وسي) تر سرلیک لاندې یو ازاد نظم چې نوی يې د قلم په څوکه پنځولی وه را باندې ووارول ما هم یو مات ګوډ شعر ورته ډالۍ کړ. شفق سیب ځان د شعر په نړۍ کې نوی لاروی وښوده خو غزل او نظم يې ښایسته او د شاعر د روښانه راتلونکې زیری ورکونکې وو شفق سیب ویل چې ایله ۴ یا ۵ میاشتې کیږي چې شعرلیکم نو چې یو څوک په دومره لنډه موده کې داسې خوندورې کرښې لیکلی شي نو هرومرو نوي ترکیبات او نوي تخایولات هم پنځولی شي په خپل کلام کې يې سیمیز توري لکه د(ترېنه) په ځای یې (تېنه) او د(کوي) په ځای یې (کي) چې د شاعر خپله سیمیزه لهجه ده کارولي وو چې کله ده په خپل غږ کې راته لواستل خواند یې لا ډیر وه په نظم کې يې د خپلې مینې سره چې بې وسۍ یې ترمنځ بیلتون راوستی دی خبرې کړې وې یار ته وايي چې ستا پستو خبرو يې په خاموشه زړه کې شور پیدا کړی او د خپل ژوند ټوله ښکلا د مینې په خبرو کې ویني
د ستا د خولې پستې پستې خــــبرې
زما د زړه رباب ته ترنګ ورکوي
غمونه ټول رانه په واک کې واخلي
دژوند ښکلا ته نوی رنګ ورکوي
شاعر د هغې مجبورئ له لاسه چې دی يې د خپل یار څخه بیل کړی دی سر ټکه وي او سره له دې چې په ښه چپریال کې ژوند کوي او د ژوندانه اسانتیاوې لري خو دا هر څه ورته څکه نیمګړي او بې منا ښکارې چې بې یاره يې یواځې په سافر کې تیره وي څکه خو وایې
نن مې ده څومره بې وسي ګلابه
څومره پریشانه زنده ګي تېره وم
څنګه به خوند له ژوندانه واخلمه
چی بې له تا نه زنده ګي تېره وم
شاعر خپلې مینې ته بیا بیا وايې چې زه بې وسه یم کنه هر وخت ستا په فکر او خیال کې یم او د دې لپاره چې خپلې معشوقې ته ډاډ ورکړي چې که څه هم ستا نه لرې یم خو زما په ژوند کې بل څوک نشته یو ته مې د ژوند ملګري يې او بې له تا هر درد او غم یواځې تیروم وايې
ګرانې چې ته کله په خیال کې راشې
د بې وسۍ دېوال ته غلــــــــی کینم
ځـــــــان ته په چیغو چیغو وژاړمه
د تنهایي دېوال ته غلــــــــــی کینم
د شاعر د حوصلو ګړی ماتیږي د خپل ژوند نه د ستړیا خبرې کوې دا بیلتون ورته د زغملو نه دی او وایې دا نیم ژونده جسم به یې هلته بیا ساه واخلي چې د خپلې مینې سره یو ځای شي او د هغې د خُلې خبرې واوري
زړګکی یم په زنده ګي ستومانه
چې ته زما او زه له تا نه لرې
شم به ژوندی بېرته به ساه واخلمه
که راته و دې کړې یوڅوخبرې
دا چې شاعر یو پښتون ځوان دی او د پښتانو ډیرئ ځوانان د نړۍ په ګوډ ګوډ کې د سفر عمر تیره وي نو اکثره وخت داسې پېښتږي چې هلک په سفر کې وي خو په کلي کې یې معشوقې ته د واده لاسونه ور سره شي ،شاعر غواړي دا په ډاګه کړي چې داسې رواجونه عاشق او معشوقې ته خوشحالي نه بلکه ژاړه او مایوسي ور په برخه کوي نو څکه خو ناڅپه پوښتنه کوي او وایي
ای کله چې تا د واده لاس سره کول
په بې وسۍ دې ګرانې ډېر وژاړل؟
زما د راتلـــــــو لاره دې ډېر کاته؟
په بې کسي دې ګرانې ډېر وژاړل؟
کله چې عاشق د خپلې معشوقې څواب اوري نو په هغو حالاتو یې زړه دردیږي کوم چې له دغو رواجونو د لاسه ده او نورو ځوانانو ته پېښیږي له سترګو يې اوښکې راڅي خو خپلې معشوقې ته ډاډ ورکوي چې نور د ژاړه وخت تیر دی اوس ستا په شونډو یواڅې او یواڅې مسکا څکه خوند کړي چې اوس مو تر منځ د بیلتانه غرونه راغونه نشته وایې
دغه حالاتو زړه ته څړېکه راکــــړه
چې مې له سترګو ځینې اوښکې لاړې
د ستا په مخ باندې مسکا خوند کوي
نوره د بس وي ګرانې ونه ژاړې
سره له دې چې د شفق سیب سره مې د خبرو لړی تر یو ساعت وږده نه وه خو نوموړی مې د خواږه او نرم طبیت ځېښتن لرونکی ځوان وموند هغه لکه د نورو با احساسه ځوانانو په شان د ملک په راوان کړکیچ دردیدلی وه په دې لنډو خبرو کې یې څو وارې خپل هیواد ،کلی او کلیوال یاد کړل او د هغوی په فقر ، بې روزګارئ ، بې سېوادي او نورو رانګا رنګ تکلیفونو چې د ژوند په هر ډګر کې ورسره مخامخ دي افسوس وکړ
د ښاغلي شفق صیب د لا ډیرو بریایو په هیله ،لاندې غزل چې ترحه یې خپله شفق سیب وړاندې کړي وه ډالۍ کوم
ترېنه ځان ســــاتم کوډګرې دي جانانه
ســـــــترګې نه ،سمې بمبرې دي جـانانه
وایه زه به ورته څنګه لار پیدا کــــــړم
ګـــرد چاپېره ترې لښــــکرې دي جانانه
ستا د سترګو تصویر تل لرم په زړه کې
که هر څومره را نه لــــــرې دي جـانانه
ستا په سپین روخسارراڼې ـ راڼې بهیږې
اوښــکــې نه دي ملغلـــــــرې دي جانانه
زما د زړه مارغه به څنـګه الـــواته کړي
تا ایســتلـــــــي یې وزرې دي جــــــانانه
د « ځــــدراڼ » غزلې بیا جرګه ورلیږم
چې په خُلا شــــي ،مـرورې دي جـــانانه
په مینه ولایت خان « ځدراڼ » سوېډن د مالمو ښار
۲۰۱۰/۱/۱۸
وروستي