نن اختر دی

مروره رانه مه ګـــــــــــــرځه دلــبرې
نن ختر دی راشه جوړه سره وکــــــړو
دموره قصد په زړه کې مه ساته ظالمې
ډیرثواب دی راشه روغه سره وکــــړو
****
راشه وګــــــــــــوره ما څه در ته راوړي
سره بنګړي دي او د غاړې غاړکـــــۍ ده
سرې نکروزې دي کــــاجل او دنداسه ده
سور پـېزوان دی او د سروزرو نتکۍ ده
****
دغه بل دسمال راخلاس کړه وويې کوره
سپـــین ســـالو مې د کتان درته راوړی
ته یې واغونده چې څنګه پکې ښکارې
سـور کمیـــس مې د سټان درته راوړی
*****
داســــې هـک حــــــیرانه ولـــې یې ولاړه
تا خـــــو ځان څخه ده ګونګه جوړه کړي
تا ویل تا ته به رومال په خمک جوړ کړم
وایه زما تحفه د څنګـــــــــه جــوړه کړي
*****
ته خو صــــبر دا ته چېرته شوې راوانه
وایه ولــــــې د اوربل له خاورو ډک دی
په ما نور غمونه  ما باروه ګــــــــــرانې
ګوره زما هم نن ګوګل له خاورو ډک دی
*****
ته خـو لاړې مروره په خُـــلا نه شوې
زه به ســــتاســــو د کلا دروازې څارم
ته به خدای خبر په څه باندې خفه وې
زه ناچاره دا ترخـــــې شېبې به شمارم
 *****
دا مې ټول په خوب کې ولیدل راویښ شوم
خدای د خیر کړي داسـې شان خوبونه وینم
خــــــــدایه تا یې رښتیا مکړې ترې ډاریږم
دا څــــو ورڅې پریشــــان خــــوبونه وینم
۲۰۰۹/۹/۱۷

سویډن ـ مالمو