
که تاسي د تاریخ پاڼو ته نظر واچوي نو تاسي به له ډیرو داسي جګړو سره مخامخ شي چي په هغي کي قاتلین ښکاره او پیژندل شوي خو زه د داسي قاتل پسي لیکنه کوم چي تل يي ملتونه په خپلو کي اچولی او یا يي هم د خپل سیال رقیب پر ضد استعمال کړي سوال دا پیدا کیږي چي ولی ملتونه استعمال شي؟ دلته ډیر دلایل دي چي ورته باید اشاره وشي او هغه دلایل عبارت دي له اجتماعي جوړښتونو، سنتی جوړښتونو او سیاسي جوړښتونو بله دا چي د آدم خورانو له نامه سره آشنا یاست حتا د هغي ژوندي بیلګي مو په فلمونو کي لیدلی دي خو د آدم خور نه یواځینی مطلب دا ندي چي انسانان وخوري بلکه د ټپوس په څیر او یا هم د کفتار په شان د نورو ښکار ته په تمه دي، د حیواناتو کړني ډير ښه دي نسبت دوي ته ځکه هغوي خپل ښکار یو ځل له منځه وړي خو دوي بیا له انسانانو سره داسي چلند کوي لکه تور پوستي حلقه به ګوش افریقاي، نه يي وژني او نه يي ژوندون ته پریږدي دوي ته د خپلو ګټو تر لاسه کولو لپاره د بشریت، تمدن، عدم تشدد، کلیمو خلاف تعریف شوي. څوک چي د دوي د دغه استعماري کړنو خلاف غږ پورته کوي نو بیا دوي يي په مختلفو نومونو یادوي او پخپل تور لیست کي شاملوي لکه د یو ناسوري هستي په څیر د انسان په خوله کي ځاي نیسی، وینه، غوښه او تغذي څخه يي ګټه پورته کوي خو کله چي د درملني وخت ورسیږي بیا نو یا يي ژبه خوري او یا يي هم خوله ور بندوي.
په لومړي سره کي اجتماعي جوړښتونه تل ښکاره دي چي یو هیواد له مختلفو توکمونو، مذهبونو او ملیتونو څخه منځ ته راغلی د نړي هیڅ ګوډ کي داسي هیواد نشته چي پرته له یادو شوي توپیرونو څخه منځته راغلی وي او تر څنګ يي هیڅ داسي هیواد نشته چي د یو دین او مذهب خلک پکي هستوګن وي او پدي کي مخامخ د زورور او کمزوری سیالی شتون لری او دا نړیوال اصل دي اکثریت پیاوړي او اقلیت کمزوری وي خو دغه آدم خوران تل د دغي سیالی څخه ګټه پورته کوي تر څو خپلو شومو موخو ته ورسیږي او د دوي قانون دادي چي اقلیت پر اکثریت حکومت وکړي تر څو د دوي له خپل منځی اختلافاتو څخه دوي په موقع خپل اوږد مهاله ستراتیژیکی خوراک او نس موړ وساتي د مثال په ډول: په هیواد کي پخواني جنګسالاران او د آدم خورانو ګوډاګي چي د هیواد اقلیت تشکیلوي د دوي په زور د حکومت په لوړو څوکیو کي په دندي بوخت دي او د دغو آدم خورانو په خدمت کي چي په یوه اصطلاح ورته نړیواله مافیا هم کارولی شو. نړیوال بانک چي د دوي مالی مرستندویه ده، بشری حقوق چي د دوي پر قضايي جرمونو پرده اچوي، نړیوال پیاوړي بلاک (ناټو) چي د دوي نظامی قوت دي او اي ايم ایف چي د دوي تظاهري او موقتی مرستندویه مالی کمیټه ده د دوي په خدمت کي ده او دوي پر نړي تمثیلی، ازمایښتی او موقعتی حکومتونه جوړوي.
دویمه برخه کي راځم دیته چي له سنتی جوړښتونو څخه څنګه ګټه پورته کوي تاسي د انګریزانو له قیسو ښه خبر یاست هغی ته نه ځم خو لنډه اشاره به مي دا وي چي د پل خیشتی د جماعت مولا. مولا ډیر مقدس نوم دي لکه طالب خو بدبختانه زمونږ د ټولني مولایان له ډیري اوږدي مودي را پدیخوا د دي آدم خورانو د دستورونو او فرمانونو قرباني دي او هغوي هم د ملا د ضعف نقطه په پیسو کي لیدلی ځکه نو تل د بی سواده ملایانو د فتوو شاهدین یوو. او په تاسف سره د ټولني زیاتره وګړي مو د بی سوادي سره لاس او ګریوان دي او بیا د دغه مولایانو د فتوو قربانی ګرځیدلی دي.د اسلامی نړي په هر ګوډ کي د قران یو ډول تفسیر دي خو د عربو قران تفسیر آمریکا د پاکستان پیرنګیان د ایران روسیه او د افغانستان بیا ګډوډه تفسیرونه له دي دریو زبرځواکو هیوادونو څخه نشت اخلی لکه د بیلګي په توګه: یوه پیغله معصومه په ښار کي د صحرايي محکمی په فیصله وژل کیږي خو د زرګونو عام وګړو قاتلین به په ښار کي ښکته پورته ښه په شان او دبدبی ځغلی. د نړي د پوهنتونونو ځوانان په ساینس او ټکنالوژی کي بوخت دي خو زما د ټولنی ځوانان په پوهنتون کي د سوني او شعیه توب، ژبنی تعصباتو او د پوهنتون او دانشګاه په کلیمو جګړي کوي چي دا ټول په رواني او جسمی لحاظ د یو ټولنی او یا هم د یو وګړي د زهني وژنی کوښښ بلل کیږي او آدم خوران یواځی د خپلو لاسته راوړنو لپاره په تمه ده، چي مونږ په اخلاقي لحاظ افغانستان ته د نړيوال زبرځواکونو د ازموینی لابراتوار خطاب کولي شو.
سیاسي جوړښتونه: نظام تل د مختلفو سیاسي تنظیمونو د تفاهم په اثر منځته راځی خو داسي هم نه کوم چي په افغانستان کي د بهرنیو مصلحتونو په اساس او د غوره وژونکو په توګه راغلی دي او دا د امپریالیزم ډیر مهم تکتیک وه چي ناپوه يي د پوه تر څنګ وګماره او د دوي بقأء د ناپوهانو په لوړو څوکیو کي د ګمارلو په برخه کي دي دلته په ناپوهانو باندي معدنونه ویشل شوي او ناپوهان د معدنونو د استخراج او د هغي د انتقال خپلو بادارانو(آدم خورانو) ښه وسیله ګڼل کیږي او په مقابل کي یو څو روپی مزد اخلي خو بدبختانه هغه مزد هم د تولیدی مرحلی په اساس بیرته امریکایی بانکونو ته ورسیږي. کله چي امپریالیستان سره د نورو ګوډاګیانو يي افریقی ته ولاړل نو هلته يي هیڅه پرينښودل حتا حیوانات يي هم تري یوړل بیا دوي فیصله وکړه چي د دي تورپوستو نه د استخراج په مقابل کي چي کوم مزد ورکول کیږي هغه هم باید تري واخیستل شي. نو بیا دوي یو ډاکټر راوغوښت او ډاکټر مشوره ورکړه چي شپږ میاشتی د مخه باید یو روغتون پرانستل شي او بیا اعلان وشي چي په افریقی کي د فلان ناروغي لکه ایبولا او زیکا ناروغي چي د نړي د بیلانس جوړولو دسیسی ناروغې خپره شوي ده او تاسي باید دي روغتون ته ژر تر ژره مراجعه وکړي او په پاي کي به تري ټاکل شوي مزد بیرته د آدم خورانو جیبونو ته تلل. اوس چي اوباما کیوبا ته تللي وو وروسته له اوه لسیزو يي غوښتل چي د کیوبا سره اړیکي ټینګي کړي په ظاهري شکل اظهار يي دا وو چي مونږ یو بل ته اقتصادي اړتیاوي لرو او باید اړیکي ټینګي کړو خو دا خبره نه وه حقیقت دا وو چي کیوبایانو د آیډز واکسین کشف کړي وو او دوي دغه شیان غواړي خپل کړي تر څو نړي دوي ته احتیاج وي. د نړي په ګوډ ګوډ کي د نړیوالي مافیا داسي ډيري بیلګی شته خو متاسفانه ملتونه ویده دي او دنیا دوي وخوړه او دوي غواړي په نړي راج وکړي مظلوم او بی ګناه خلک د نړي بیلانس برابرولو، امراضو خپرولو، اسلحو جوړولو، طالب، داعیش، القاعدي تر نامه لاندي له منځه یوسي او د کار خلک (ټیکنیشن) له خپلو مستعمره هیوادونو څخه خپل هیواد ته د غلام په حیث وباسي او هلته تري د ماشین په توګه په ټیټه بیه نه ستومانیدونکي ګټه پورته کوي.
په پاي کي به خپله مقاله داسي چاڼ کړم، دوي نړي ته د وسلو جوړولو اجازه نه ورکوي خو پخپله درني وسلي تولیدوي، دوي د خپلو اذهانو ارامولو لپاره د نړي اذهان خراب کړي. دوي بیا په قطبی جګړو بوخت دي او پړه يي په مسلمانانو اچوي مسلمانان چیرته وو په د دوو نړیوالو جګړو کي؟ کوم اسلامی هیواد اتم بم جوړ کړي؟ کوم اسلامی هیواد امراض کشف کړي او خپور کړي؟ د ستورو جګړي څوک پر مخ بیايي؟ د لوي افغانستان، سوریه، عراق، فلسطین، ترکیه، مصر او داسي نورو هیوادونو د میلیونونو بي ګناه خلکو وژلو پړه څوک پر غاړه اخلي؟ ملګري نجیب الله د ملګرو ملتونو له دفتره وویستل شو او پخپلو خلکو ووژل شو، قضافی له ماڼی وویستل شو او پخپلو خلکو ووژل شو، صدام حسین ته په سناریويي ډول محاکمه دایره شوه او بیا په بي رحمی ووژل شو. چیرته وو دا حقوق بشر؟ قدیم آثار او په عربونو معدنونه د نړي په ګوډ ګوډ کي کشف او استخراجیږي او بیا په امریکي ډالرو پلورل کیږي، چیرته دي ملګري ملتونه او یونسکو؟
په هیواد کي ۵ میلیونه کونډی او ۳ میلیونه معتادین دي د نړي له اقتصادي اړخه کمزوري ملتونه له لوږي سره مخامخ دي چیرته دي نړیوال بانک، نړیوال غذاي پروګرام او ای ایم ایف؟ په کروړونو پیسی د افغانستان څخه د پروژی په پلمه آمریکي ته لاړي د بیلګي په توګه کابل بانک اوس چیرته ده نړیواله څارګره اداره؟ کمیس پرتوګ، لونګی، واسګټ، څپلی او رانجه د نظر بند لپاره افغان کلتوري ارزښت بلل کیږي خو کله چي په یوه سیمه یرغل ترسره کیږي نو بیا بی ګناه خلک هم د یاد شوو ارزښتونو په اساس قربانی کیږي اوس د دي ځواب څوک راکوي چي د امریکی دوستان ډيریږي که دښمنان؟ د حل لاره دا ده چي افغانان سره په یو ټغر را ټول شي د عدم تشدد وخت تیر دي انقلاب ته اړتیا ده او د دوي د ګوډګیانو لپاره باید سیاسي قتلونه پیل شي، د ویلو لپاره ډیر څه شته خو اظهار يي زغري غواړي دومره به ووایم چي افغانانو بلي تپل شوي جګړي ته جسمي او رواني تیاري ونیسي. د امپریالیزم تر ختمیدو پوري انقلاب زنده باد!