د خوشال بابا فکري بهیر د ۱۰۲مې غونډې راپور

 بسم الله الرحمن الرحیم
 
C:UsersDotComDownloadsFazal Wali.jpg
 
غونډه د معمول په څېر په ۲:۳۰ دقيقې پیل شوه چې د دریځ چارې فضل ولي ولي پر مخ وړلې او ښاغلي عبدالعزیز د قران کريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره غونډه پرانسته.
 
C:UsersDotComDownloadsAhmad Jamalzai.jpg
 
د غونډې په دوهمه برخه کې احمد جمالزي د حیاء په اړه یو حدیث شریف وړاندې کړ او د حیاء په بېلابېلو اړخونو یې رڼا واچوله او له هغو څخه د راوتونکي ټولنیز او اخلاقي درس په اړه يې خبرې وکړې.
 
C:UsersDotComDownloadsJamshed Habibi.jpg
 
ورپسې ښاغلي جمشېدالله حبیبي د افغانستان او سیمې د مهمو پېښو لنډیز وړاندې کړ چې مهم ټکي یې د ريکا د کنفرانس په موضوعاتو مرور و، دغه راز د پکتیا د ډنډ پټان ولسوالۍ په ګډون په یو شمېر سیمو کې بيړني حالات او په کابل کې د اسلاميت او افغانیت لپآره پراخ لاريونونه يې په کورنۍ کچه د تېرې اونۍ تر ټولو مهمې پېښې يې یادې کړې.
 
C:UsersDotComDownloadsBahir Audience.jpg
 
په بهرنۍ کچه يې د پاکستان د بې پيلوټه الوتکې د جوړېدو او ازمویل کېدو خبر، په سوریه کې د روسیې د نفوذ غځېدل او د مور او ماشوم په مړينه کې نړيوال کمښت يې د نړۍ له مهمو خبرونو څخه وبلل.
په همدې برخه کې ښاغلي شعیب رحيم ته مبارکي وویل شوه چې د ريکا غونډې لپاره ېې مقالې لومړی مقام ګټلی او د لوړپوړو دولتي چارواکو لخوا غونډې ته بلل شوی و.
 
C:UsersDotComDownloadsIMG_1505.JPG
 
ورپسې ښاغلي شعیب احمد رحيم د سټیفن کووي اثر د بريالیو کسانو اوه ځانګړنې کتاب معرفي کړ چې اووه واړه ځانګړنې یې په لنډ ډول تشریح کړې. د یادولو وړ ده چې دا پريزنټېشن د خوشال بابافکري بهیر په پاڼه کې موندلای شئ.
https://www.facebook.com/Khoshalbabafekribaheer
 
C:UsersDotComDownloadsAbdullah Elham.jpg
 
ورپسې عبدالله الهام جمالزي د نوښت په اړه پريزنټېشن وړاندې کړ، چې د نوښت د بېلابېلو اړخونو او
 
C:UsersDotComDownloadsELHAM_Nawasht.jpg
 
معناوو تر څنګ يې یو شمېر هغه لارې چارې او تخنيکونه هم بحث کړل چې له لارې يې نوښت او نوښتګر فکر روزلای شو.
ورپسې آرين پکتيار د خوشال خان خټک د کارنامو یوه لنډه کيسه وړاندې کړه.
 
C:UsersDotComDownloadsIMG_1532.JPG
 
له هغې وروسته آغلې رڼا پکتياوالې د یاسمين وزیري د (خیال خاوره) تر عنوان لاندې نوې چاپ شوې شعري ټولګه معرفي کړه او لنډې خبرې یې پرې وکړې.
 
C:UsersDotComDownloadsDr Khoshal Rohi.jpg
 
د غونډې په پای کې ډاکټر خوشال روهي د غونډې د ارزونې تر څنګ په خوشال بابا فکري بهیر کې د یو شمېر بدلونونو د وړانديز تر څنګ د راتلونکې اونۍ لپاره اجنډا وټاکله او په یو شمېر مهمو موضوعاتو يې د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

 
غونډه د اکبرجان پولاد لخوا د یوې دعا په لوستلو سره پای ته ورسېده.