د پاکستان سوپر لیګ پیل د دفاعي اتلې لوبډلې په بریا سره وشو

دوبۍ کې د پاکستان سوپر لیګ کرېکټ سیالۍ پیل شوې. د دوبۍ کرېکټ لوبغالي کې د دغو سیالیو پرانیستې مراسیمو کې د ګډونوالو لوبډلو تر څنګ د پاکستان کرېکټ چارواکو هم ګډون کړی و او یو شمېر هنرمندانو خپل هنر نندارې ته وړاندې کړ.
د سیالۍ ټاس اسلام اباد وګتلود بال کولو فیصله یې وکړه پېښور زلمو لوبډلې په شلو اورونو کې نهو لوبغاړو په سوځیدو سره (۱۹۰) منډې وکړې چې په کې کامران اکمل (۸۸)مولون (۴۳) ښې منډې وکړې،
اسلام اباد ته شین واټسن څلور محمدعرفان او محمد سمیع دوه دوه لوبغاړي وسوځول
اسلام اباد یونایټیډ ته (۱۷۳)منډې هدف په (۱۸) اورونو کې وټاکل شو چې په اتلسم اور کې یې د دریو لوبغاړو په سوځیدو سره ترلاسه کړ چې لوبډلې ته هیډن (۷۳) او سمیت (۵۵) منډې وکړې او لوبډله یې بریا ته ورسوله
دغو سیالیو کې به د تېر ځلې په څېر پنځه لوبډلې ګډون وکړي. دغه لوبډلې اسلام اباد یونایټیډ، پېښور زلمي، کوټه ګلیډیټرز، کراچۍ کنګز او لاهور قلندرز دي.
پاکستان کرېکټ بورډ دا ځل اعلان کړی، چې پایلوبه به لاهور کې کوي.
پاکستان کرېکټ چارواکو ویلي، چې د لوبغاړو خوندیتوب لپاره به ټول اړین تدبیرونه کوي، خو بل لور ته د نړیوال کرېکټ لوبغاړو فدراسیون ( فیکا ) نړیوالو کرېکټ لوبغاړو ته خبرداری ورکړی و، چې د پایلوبې لپاره لاهور ته له تلو ډډه وکړي.