حداد فرهاد فرهنګی مرکزد افغانستان په تاریخ کې یوه بله فرهنګي زیاتونه

 دپاک الله (ج)په مهربانی، د مشرانو په دعا او د ملګرو او مینه والو په مرسته حداد فرهاد فرهنګی مرکز په کابل کې پرانستل شو.
زمونږ له نورو پروګرامونو،اهدافو او کارونو څخه دا یو بل نیک قدم واخیستل شو چې خپل ګران هیوادوالو ته د زړه له کومې مبارکی وایم. دا زمونږ ټولو مشترکه کار دی په دی کې ستاسو ټولو  مینه ، احساس، شهامت او خلوص شامل دی. زما دې ورکوټې کالم کې د هغه ملګرو او مینه والو نومونو ذکر ناممکن دی ولې چې که ما نه یو نوم هم پاتې شی هغه به نا انصافی وی. مونږ هدف دا دی چې خپل ځوان طبقې افکار، ذهانت او فعالیت په کار واچوو چې دوی جامعې ته مفید واقع شی. په فعلی شرایطو کی مونږ ته پکار دی چې داسې تعلیمی مرکزونه جوړ کړو چې خپل خلکو او حکومت سره مرسته وشی. ولې چې حکومت د پاره نور وخت په کار دی چې په خپلو پښو ودریږی. په نوی نسل باندې وخت تیریږی چې د دوی د غلط لارې مخ نیوی وشی.  تعلیمی لارو ته داسې آسانتیاوی برابر شی چې هغوی تعلیم سره دلچسپی پیدا شی، ناکامی او مشروطی نه ختمیدونکی مواقع ورکړل شی، مخصوصآ کوم ځوانانو چې لږ وخت ورباندې تیر شوی دی یا هغه ماشومان چې د فامیلی مجبوریتونو له کبله د تعلیم نه وروسته پاتې دی. دا د مونږ ټولو یوه وجدانی وظیفه ده چې خپل وخت نه یو ساعت وباسو او یو قلم او کتابچه د هغوی په لاس کې ورکړو او حد اقل [ا نه ی پورې] ،[۱نه ۱۰۰پورې] او انګلیسی [اې نه زیډ پورې] ورته اوښایو، دا به هغوی ته لوې مرسته وی او په دی طریقه مونږه یوه وجدانی او انسانی وظیفه به مو تر سره شی. 
زما د خداې بخلی پلار، قدرت الله حداد مقصد  او مرام زده کړه، د وطن خدمت او افغانستان افغانستان د پاره وو. کله چې هغوی حیات وو ما به فکر کولو چې دا ټول کارونه د هغوی مسولیت دی او هم دوی به یې سر ته رسوی مګر اوس زه فکر کوم چې زمونږټولو په غاړه یو لوې مسولیت پروت دی هغه دا چې د هغوی کوم خوبونه او کارونه چې نیمګړی پاتې دی هغه باید مونږ سر ته ورسوو.  هغوی به همیشه فرمایل چې بچې وخت لږ او کار ډیر پاتې دی . هغوی نه یوازې زما پلار بلکه د ټول ملت پلار وو. هغوی خپل ژوند خپل ملت او د ملت په مینه تیر کړی وو په دی هیله چې مونږ ټول یو موټې او د وطن بیا ودانی د پاره څنګ تر څنګ کار پیل کړو.