د وینې سمندر

له کلونو راهیسې د یلغرانو او د هیواد دښمنانو له کبله زمونږ هیواد کې زرهاو بې ګناه خلکو د وینې د نه ختمیدونکو سمندر  په دې روژې مبارکي میاشت او اختر کې په نامالومې لارې ته روان دی. په ټولې دنیا کې مسلمنان اختر لمانځی مګر زمونږ ځوریدلی خلک  د خپلو عزیزانو شهیدانو د جنازې مونځونو کې بوخت دی.  په دۍ کې نه یوازې بهرنی لاسوهنه دی بلکې زمونږ خپله هغه طبقه خلک شامل دی چې خپل ملی هویت ساتونکی نه دی او خپل شخصی اهدافو لپاره خپل ارزشتونه خرڅوی. تاریخ دا ثابت کړی چې افغانان پیاوړی خلک دی او پیاوړې تاریخ لری مګر د پردیو ایډیولوژی ګانو له کبله مونږ یو شرمیدلی تاریخ سره مخامخ شوی یو. زما خداې بخښلی پلار قدرت الله حداد په خپل کتاب ؛؛ افغان ملی تاریخ او فلسفه؛؛ کې ذکر کړې دی چې افغانان خپل استعداد کې ډیر پیاوړی خلک دی، دلته تقوی ، میړانه او شخصیت اهمیت لری، نه نسل او نژاد. خلک ملی یووالی ته ضرورت لری چې له قبیلوی حالت نه باید ملی جوړښت ته رادننه شی. احمد شاه بابا خپل دور کې یو کال کې دننه یو لوی افغانستان یې تامین کړو. دلته د افغانستان مفهوم چې د افغانستان د ټولو قومونو نه نمایندګی وکړی رامینځ ته شو. بلوڅ، هزاره، تاجک ، ترکمن، ازبک، بیات، افشاراو ډیر نور مسلمان او غیر مسلمان لکه هندوان، زردشت، ارمنیان، یهودان ټول د افغان یو بیرخ لاندې راټول شول او لوې افغانستان له مشهده تر نیشاپور او طبسه نیولې تر سرهند او آګرې  او هند تر بحیرې پورې او له تبت بخاره او سمرقند سره یې سرحدونه اولګیدل. پښتانه او غیر پښتانه په دوه صفتونو متصل شول، تاجک افغان ازبک افغان بلوڅ افغان هزاره افغان او نور ټول هغه خلک چې له ظالمو باچاهانو مرور وو ده عدالت په سیمه راغونډ شول. دغه وخت افغان ملی فلسفه خپل عالی حد ته راسیږی. هر سړی دننه په افغانستان کې چې له هر طبقې ،قوم، نژاد، ژبې او دین و بسیا او مصون و او احمد شاهی قوانینو دوی ته پوره اهمیت ورکړې و. افغانستان داسې د امن ځمکه وه چې د جنګونو په دوران کې د مقابل لورې خلک د خپل سر او مال د امن لپاره افغانستان ته راتلل. د دوی مال او ناموس په امن کې و. ټول بهرنی لیکوال په دې متفق الراې دی چې د احمد شاه د عدالت څخه دوست او دښمن دواړو  رضایت درلود.
په دې هیله چې یوه ورځ بیا احمد شاه بابا پشانتې یو ملی مشر او د یو بیرغ سیورې لاندې ژوند ولرو.  
و من الله توفیق
تل دې وی افغانستان