په دې نړې کې یو تاریخی حقیقت پروت دی او هغه ځلاند حقیقت د افغانانو روح او ساه افغانستان دی. د پردی اډیالوژګانو لکه افراطیت، کمونیزم ،غربی دیموکراسی، پردی ژبه، لباس او طور طریقو خصوصآ الیکټرانک میډیا په افغانانو کلتور باندې ډیرې بدې اغیزې کړی دی. د پردی کلتور اخیستل آسانه مګر خپل کلتور ساتنه ګران کار دی. د یو ملت په توګه دا زمونږ یو وجدانی او ایمانی وظیفه دی چې خپل هیواد دې بحران نه اوباسو. اوس هم لیدل کیږی چې ځینی افغانان خپل تجارت لپاره افغانی او غربی لباس یې یو ځاې کړې دی. او افغانی کوچیانی لباس یې شرمولې دی. چې افغانی شان او غیرت دې ته دا اجازه نه ورکوی. په ننې شرایطو کې د حداد فرهاد کلتوری مرکز په شان زمونږ هیواد همداسې نور تعلیمی مسلکی او تخنیکی ادارو ته اړتیا لري.
د حداد فرهاد کلتوری مرکز پرانستل په هیواد کې یو مثبت ګام ګڼل کیږی چې په ډیر لږ موده کې یی وکول شو چې په کابل کې فعالیت شورو کړی او ډیر ژر به په نورو ولایتونو کې هم کار پیل کړی. د دی مرکز هدف د تعلیمی آسانتیاو نه علاوه زمونږ د کلتور هغه واړه او خواږه دودونه چې په حقیفت کې یوه لوې معنه لری راژوندې کړی کومي چې زما خداې بخښلی پلار قدرت الله حداد په خپل اثارو کې خپل هیوادوالو ته او خصوصآ هغه نسل کوم چې په نامساعدو حالاتو کې لوې شوی او خپل کلتور نه لرې پاتې دی، پریښې دی. دا مرکز د زما ورور ولی حداد په مشرولی او د نورو محترمو وروڼو وقار الله زیار، سیلاب مسید، حنیف الرحمان لودین، ولی توتا خیل او نورو محترمو غړیو په مرسته مخ ته وړل کیږی. دا کارکونکی په حقیقت کې هغه سپیځلی او با استعداد خلک دی چې دا صرف د وطن پالنې یو احساس دې چې فاصلې یې رانژدې کړی دی. چې زه د سټیو جابز دا وینا هغوی ته ډالی کوم ؛ مونږ دوی ته نه وایو چې څه اوکړی بلکه دوی وایی چې مونږ څه وکړو؛ .
په ورجینیا کې ولی حداد د ابتدایی تعلیم په تدریسی کتابونو باندې کار شورو کړی چې ترتیب، ډیزاین او چاپولو باندې شخصآ کار کوی.
زمونږ هدف :
مونږ سیاست نه غواړو
مونږ تضاد نه غواړو
مونږ یو موټې او بې طرف افغانستان غواړو
و من الله توفیق
وروستي