د وطن د لاس کارونه څنګه بحران نه راویستل شی.
جنګ او د نورو ملکونو په مختلف شکلونو مداخله او خپله کې بې اتفاقی او تضادونه، غریبی، ناپوهی، خپل خاورې، خپل خلکو سره عدم دلچسپی او د پیسو سره ډیره مینه لرل زمونږ تاریخ، فرهنګ او کلتور ته ډیر زیان رسولې دی. په خصوصی توګه زمونږ صناعی او لاسی کارونه چې په ټوله دنیا کې یې یو لوې مقام او پیژندنه وه او دی. له بده مرغه اوس زمونږ د لاس کارونه ورځ په ورځ په کمیدو دی او د نورو ملکونو اشیا د هغې ځایې نیسی او په دی صورت مونږ خپل افغانی صنعت د لاسه ورکوو. زمونږ واړه صنعتونه چې په حقیقت کې ډیر لو ې صنعتونه دی. په ماضی کې زمونږ دا واړه صنعتونو دومره ترقی کړی وه چې د ټولې دنیا پاملرنې وړ ګرځیدلې وو چې اوس هم د هغې ارزش او قیمت کې څه کمی نه دې راغلی لکه قالین. ګیلم، نمثې، افغانی کالی، ګاڼی، پوستین او نور ګل دوزی کارونه . او په دې کې چې کوم ډیزاین تارونه او رنګونه انتخاب دی هغې کې تر اوسه پورې څه فرق نه دی راغلې او هر انټیک دکان کی په ډیر ګران قیمت تر لاسه کیږی. په دې لاسی کارونو کې زمونږ د هنرمند او ذهین خویندو او وروڼو محنت شامل دی چې هغوی دا کارونه په خپل کورونو کې په ډیر ساده څیزونو او په ډیر کم اجرت سرته رسوی لکه ساده ګنډلو مشین، تار، ستن، وون یا پشم.
تعلیمی آسانتاوو سره سره هغه استعدادونو او نورو هنرو ته رشت ورکول دی چې دهیواد د ترقی او صنعت په افزایش او تجارت لپاره ډیر ګټه ور ګرځیدلې شی.
د یو موټی، پرمختللی او آزاد افغاستان په هیله
وروستي