
د فاسټ کمپني سوداګریزې خپرونې د رپوټ پر اساس د آیفون د نوي ماډل قیمت به له یو زر ډالرو هم زیات وي.
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال د آیفون وروستۍ ماډل iphone 7 plus چې ۲۵۶ جي بي حافظه لري په بازار کې تر ۹۶۹ ډالرو پلورل کيږي چې د موبایلونو په نړې کې پرته د خاصو نسخو له موبایلونو تر ټولو ارزښتمن موبایل دی.
خو راتلونکی ماډل به یې بیا له دې هم په لوړ قیمت خرڅیږي چې علت یې په نوموړي آیفون کې د شیشې نوی ډیزاین او د او ایل اي ډي ماتریس استعمال دی چې د پخوانیو ماتریسونو په دوه برابره قیمت تمامیږي.