
هغوی چې خوارۍ او زیار ګالي، په ډېرو ګران وي. کوم بل کمال نلري، یوازې ځان یې پېژندلی او غواړي د خپل مټ په کارونې یې وګټي، څو د نورو په اوږو بار نه وي.
په ټولنه کې دغه څېر خلک؛ هر چاته نږدې وي او ډېر پرې باور کوي. یوازې په همدې چې زیار ګالي او ځان یې زهیر کړی.
له دې ټولو سره؛ د دغه شان کس قدر، خپلې کورنۍ باندې هم ډېر وي.
پښتو کې هم مشهور متل دی:
"کار خپل وکړه؛ شاباسی د کلي واخله"
په دې مانا، چې که خپل مسوولیت پېژنې او تل خوارۍ کوي، نو ټول کلی او ټول خلک به درته وایي. آفرین! شاباس!..
ددې ځانګړنو کسان ډېر ندي خو لږ هم نه.
ځيني داسې دي، وايي: له مجبوریته کار کوم، که یې ونکړم، چاره نشته.
خو هغه چې پخپل شوق او د مسوولیت پېژندنې په درک کولو سره، خولې تویوي، همهاغه؛ تر نورو، غوره خواري کښ دی.
پر دې سربیره؛
ټولنه کې داسې هم لرو چې اصلاً خپل مسوولیت نه پېژني.
بس همدې ته ناست وي، چې دکورنۍ بل غړی یې وګټي او دا یې مصرف کړي.
داسې کسان نه یوازې دا چې په ټولنه کې د چا ښه نه راځي، بلکې د ښې راتلونکې هیله مندي هم نشي کړی.
دا څېر کسان، تل د نورو په اوږو یو ډول بار وي. د هېچا ترې ښه نه راځي.
ژوند یې هم له ګڼو ستونزو سره تېریږي. له رواني ستونزې، بیا تر ډېرو نورو هغو.
پکار خو داده ورته چې، له هڅاندو یې زده کړي، خوارۍ وکړي، ځانونه زهیر کړي او په ټولنې ګران شي، نه بار.
زما په اند؛
ښايي د هڅاوندو او خواري کښو شمېره به هغه مهال لوړه شي چې، یو کس خپل ځان وپېژني، خپل مسوولیت او د درک حس ولري.
په دې هیله چې زیارګالونکي مو ډېر شي!