له نويوعسكروسره موژوند ته نوي ګواښونه

رفيع الله روشن
افغانستان ته دهربهرني پوځي له راتګ سره دلسګونو افغانانو ژوند په خطركې واقع كېږي ،ځكه چې داعسكرددې لپاره دلته نه راځي چې په افغانستان كې له مخالفينوسره جګړه وكړي اويادې له افغانستان څخه دترورېستانو او بلواګرو ځالې ختمې كړي ،ځكه چې يو څوك له چاسره هرراز مرستې كوي ،وسلې وركوي ،وسايط ورته برابروي ،حتى له يوه ځايه څخه يې بل ځاى ته دطيارو په واسطه انتقالوي نوبياڅنګه هغوى وژلى شي او ورسره جنګېدلى شي دوى هېڅكله هم داكارنكوي ،كه په خوله هرڅومره ووايي خو په عمل كې به يې ورڅخه څوك ونه ګوري چې افغان ولس ته دې ګټه ورسوي.
بل داچې دامريكاولسمشر بارك اوباما دافغانستان لپاره خپله نوې استراتېژي اعلان كړه اوپه هغې كې يې افغانستان ته د۳۰۰۰۰ دېرش زره نوروپوځيانو درالېږلوسره موافقه وكړه چې ددې عسكروله راتګ سره به دامريكادپوځونو شمېره تقريباً۹۸۰۰۰ اته نوي زروته ورسېږي او ترڅنګ يې دهغوى دبېرته وتلو وخت هم تعين اوپه ګوته كړ چې په ۲۰۱۱م كال كې به له افغانستان څخه دامريكا عسكرپه وتلو پيل وكړي ،دوى دااټكل لاپخوا كړيدى چې ددوه كلونوپه موده كې ددوى ټولې موخې په افغانستان كې پوره كېږي او يوې نتيجې ته رسېږي نو بياڅه كوي چې دومره مصرف په عسكرو په افغانستان كې كوي ولې يې ورباندې په امريكاكې نه كوي .
له بل پلوه دوى په دې ښه پوهېږي چې دوى دافغانستان جګړه هېڅكله هم نشي ګټلاى دوى ته روسانوهم دا مشوره وركړې وه چې دوى په افغانستان كې نشي كاميابېدلى ځكه پرهغوى خوداهرڅه تېرشوي وو،اوداورته بهتره معلومه وه چې افغان بچۍ خپل ژوندوركوي خوچاته دغلامۍ سرنه ټيټوي اوبل تراوسه په افغانستان كې دوى په هېڅ پېښه اوبريدكې كوم ترورېست په نښه نكړ او نه يې كوم يو ژوندى ونيوه ،تل يې بې ګناه اوبې پوښتنې ملكي وګړي دغم پرټغركېنولي وي اوس دوى په دې عقيده دي چې دافغانانودمرګ اوژوند ددوى په لاس كې دى څوك يې چې خوښ وي هغه دې وي اوڅوك يې چې خوښ نه وي هغه دې نوي له اول څخه هرڅه دپلان لمخې ترسره كړي خلك په سرووينو ولمبوي او وروسته بيا په يوه عادي بخښنه هرڅه پاى ته ورسوي ،اوكله چې لاپوشاپووخت راشي بيا وايي چې دوى داسې وسايل لري چې دځمكې پرسر دوه انچه شى هم ليدلى شي نوبياولې دوى دمسجد ،ښوونځي ،كور،كلي ،دوه نيم متره اسامه اويونيم متر ډريور فرق نشي كولاى ايادادمنلوده نه هېڅكله هم نه .
خوكله چې اوباما دامريكا ولسمشر وټاكل شو نوله هرڅه نه مخكې يې له افغانستان سره پرخپلومرستوټينګارو وكړ اوژمنه يې وكړه ،چې ددوى دپوځيانو په عملياتوكې به لدېنه وروسته دملكي اوبېګناوګړيو ته د تلفاتو دنه رسولو كوښښ كوي ،اوهېچاته بۀ دشكايت دكولو موقع پيدا نه شي .
هماغه وه چې داوباما دژمنوبرعكس په افغانستان كې يوبل اوربل شوچې هغه دهوايي بمباردونو زياتېدل ،خلك بې ګناه وژل ،په كورونو چاپې وهل،څوك دالقاعده او څوك د جاسوس په تور وژل شروع شول او حتى دښوونځي شاګردان اوپه زانګوكې دتي خورو ماشومانو وژل پيل شول،دخلكو كورونه ،مسجدونه اوښوونځي وران شول .
اياترورېستان او بلواګرټول دخلكوپه كورونو،مكتبونواومسجدونوكې اوسېږي اوكه په غرونو اوله كورونو څخه لرې په نوروځايونوكې كه په كورونوكې وي نوبياخودې له يوسره څخه شروع وكړي اوژينوسايډ (نسل كشي )دې پيل كړي اوله مخې دې ټول افغانان ووژني ځكه چې دوى خو زموږ دخدمت لپاره راغلي دي اوله دېنه به ددوى په نظربل خدمت څه وي اودوى ته خو غير دوژلو څخه بل چل ورځي هم نه، دوى هېڅكله هم ،خوددوى دې خپلسريوكارونونور افغان ولس ته هېڅ حوصله نه پرايښې هغه متل دى وايي:چې تنګ شي نوپه جنګ شي اوس نو دوى موږپه تنګ كړي يونورنو له افغان ولس سره دايوه لاره پاتې ده چې هغه ملي پاڅون دى.
كله نه چې زموږ ددې واكدارانو پښه ددويم ځل لپاره په افغانستان كې لګېدلې ده نوپه افغانانويې دارام خوب حرام كړيدى .
قوماندان وي كه عسكر،ماموروي اوكه مادون ټولوته يې دسرپه كاسه كې اوبه وركړيدي .څوك په يو نوم اوڅوك په بل نوم وژني اوځوروي يې،تاسو وګورۍ زموږ يولوړپوړۍ چاراوكى چې په ډېرغټ بست كې به وظيفه اجراكوي خوددوى پرواړندې په لوړ اواز خبرې هم نشي كولى ،ځكه چې دوى له موږڅخه زموږ هرحق سلب كړى دى ولې له افغانانو داسې كېږي ،ولې يې خپل دغريبۍ ژوندته نه پرېښودل كېږي ،ولې يې ورڅخه خواږه بچيان په مرګ بېلول كېږي ،ولې يې مړي اوژوندي په سپيانوداړل كېږي،ترڅوبه پرې داسې كېږي چې په خپل كوركې به دبېګانه ووله لاسه په خپل ژوندتنګ وي.
بل داچې په افغانستان كې تردې مخكې كوم خبرنګار حتى ګواښل شوى هم نه وه ،خو نن زموږپه لسګونو خبريالان ووژل شول ،بنديان شول ،وتښتول شول،نن چې زموږ يو ژورنالست يوځاى ته دريپورټ جوړولو لپاره ځي بايد له هرڅه نه مخكې له پوليسو، او خصوصي امنيتي شركتونو څخه اجازه واخلي اوكنه هرڅه چې ورته پېښ شول بيايې ګيلې حق نلري ،ډبول كېږي ،بندي كېږي ،كمرې ،مايكونه ،اوټول ژورنالستيكي وسايل ترې اخستل كېږي ،او په ټي ثانيه كې يې دوسيه دكورنيو چارو وزارت ته معرفي كېږي ،خو ديوه په حقيقت كې ترورېست ،ځانمرګي ،اوجاسوس سره هېڅ داسې پېښه عملي نشوه ،نه ونيول شوه اونه چاته وروپېژندل شوه ،داټول ددې عسكروبركت دى چې نن يې زموږ له هېوادڅخه د خوسي ميدان جوړ كړى دى او له هرې خوا ورته رادانګي خو دملت په ګټه يې ديوكار درك هم نه لګېږي داټول دچاله لاسه دوى غواړ ي چې دخپلې تېرې شرمېدلې ماتې غچ نن له افغانانو څخه ددوستۍ پرنوم واخلي خوداارمان به لكه دروسانوله ځان سره بېرته يوسي اوهلته به بيا اولادونوته خپلې دشرم څخه ډكې كيسې كوي .