ښاييدټولنیزورسنیو په ځانګړې توګه د فېسبوک رامنځتهکوونکي [ چاچې رامنځته کړی]
یېدا وه چې دده د فکر له زېږندې به خلک سمه، ګټوره او پر ځای استفاده وکړي.
خو، له بده مرغه، زموږ هېوادوال تر ډېره له ټولنیزو رسنیو داسې ګټنه کوي چې اصلاً اړتیا نه وي ورته.
تاسې وګورﺉ!
ډېری پکې یوازې خپل عکسونه خپروي [ داسې عکسونه چې هېڅ اړتیا نه ورته لیدل کېږي.]
یا:
که کوم ملګری یې، یوازې څو ورځې نه وي لیدلی،بیا یې وویني. سملاسي ورسره عکس اخلي او فېسبوک ته یې پورته کوي.
له بده بخته؛ ځینې بیا داسې دي چې، تاپسې، ماپسې، هغه پسې، ښکنځل لیکي او خپروې یې.
ځیني داسې هم دي، چې تعصب ته لمن وهلو په هدف، فیسبوک کاروي.
یوه وړوکې نمیګړتیا چې هم وویني، بس سملاسي یې منفي اړخ ته پام ورګرځي.
او په یوه ډول تعصب ته لمن وهلو او د خلکو پارونې له پاره یې، فېسبوک ته پورته کړي.
یو شمېر داسې هم شته، چې په څو نومونو یې اکاونټونه جوړ کړي او نورو ته مسیجونه کوي. موخه یې د خلکو ځورول وي. بس همدا کار یې دنده شوې.
خو له دې ټولو سره سره؛
د هغوی شمېر هم لږ نه دی، چې ګټورې، پر ځای، غوره پیغام لرونکې او له پنده ډکې خبرې او مطالب خپروي. [خدای دې دې یې شمېر لا پسې زیات کړي.]
زه وایم:
که د فېسبوک ادارې یوه ازمېښتي دوره لرلی نو ستونزه به تر ډېره حل وای.
په دې مانا چې؛ هر چاته د فېسبوک کارونې اجازه نه وای؛ یوازې هغوی ته وای چې، د سمو کارونکو، په معیار برابر وای.
ددې موخې له پاره باید، یو لنډمهالې ازمېښتي دوره وای. مثلاً: دوو یا درو میاشتو له پاره یې یوه کس اجازه ورکوله، چې فېسبوک دې کاروي. خو که په دې دوره کې، د سمو کارونکو ځانګړنې یې نه لرلې، باید د کارونې د دوام اجازه ورنکړل شي.
په دې سره به نو د کارونې د تاوان پر ځای یې ګټې ډېرې وای او چا به شکایت نه کاوه، چې څوک مې ځوري، یا مې ګواښي او یا داسې څه خپروي چې نه مې دي خوښ.
وروستي