د((حيات )) په نامه به په انټرنېټ کې يوډېرلوی دايره المعارف به په ليکه شي

په ايټالياکې د(( ﻻ رېپوبلېکه )) په نامه يوې ورځپاڼې خبر ورکړی ،چې د((حيات )) په نامه به په انټرنېټ کې يوډېرلوی دايره المعارف ياانسکلوپېډيا په ليکه شي . په دې انسکلوپېډياکې به دځمکې پرمخ د1.8 مليونو ژويوپه هکله معلومات ،انځورونه اوفلمونه خپاره شي لېکن پوهان په دې نظر دي ، چې دځمکې پرمخ دژويوشمېر د پنځواوپنځلس مليونو تر منځ دی چې تراوسه ﻻنه دي پېژندل شوي .
دژويوپه هکله به داغونډيوازې دانټرنېټ له ﻻرې خپور شي اودکتاب په بڼه نه چاپېږي . دغه داېره المعارف به هم لکه د((ويکي پېديا)) په شان يوازې دمشخصولېکوالانو،پوهانو نظريات نه خپروي بلکې د نړۍ له هر ګوټ نه به خلک معلومات ورلېږلی شي .
ددغې انسکلوپېديا دخاکې پايلې به دلومړي ځل لپاره په 2008 م کال کې خپره شي لېکن دتکميلدو لپاره به يې لږ ترلږه لس کاله په کاروي .
که چېرې ددې انسکلوپېډيالېکل شوي کرښې ،څنګ په څنګ سره کېښودل شي ، اوږدوالی به يې 83 زرو کيلومترو ته ورسيږي .