
د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د ملګرو ملتونو د تعزیراتو له لست څخه د جهادی رهبر او د حزب اسلامي افغانستان امیر ګلبدین حکمتیار د نوم د ایستلو هرکلی کوي.
سوله د افغانانو حیاتي ضرورت دی او په لاره کې یې موجود خنډونه باید ژر تر ژره لرې کړای شي.
افغانان لکه د نړۍ د نورو ټولو ملتونو په شان سوله ایز ژوند غواړي او هیله لري چې په هېواد کې یې د ورانیو او وژنو سلسله نوره پای ته ورسېږي.
حامد کرزی په هېواد کې د سولې ټینګښت خپل آرمان بولي او هیله څرګندوي چې د حزب اسلامي پر امیر د تعزیراتو رفع کېدل د دې باعث شي چې نوموړی حزب د هېواد په سیاسي صحنه کې مهم نقش ولوبوي او د اساسي قانون په رڼا کې د افغاني ولسواکي د تقویې لپاره کار وکړي.
حامد کرزی همداراز د طالبانو له تحریک څخه هم غواړي چې له خپلو هېوادوالو سره یو ځای په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره هڅه وکړي، تر څو خپل مقدرات په خپل لاس کې ونیسو او خپل هېواد ته ترقي او سوکالي ور په برخه کړو.