افغانستان د ټسټ کرکټ دريځ ترلاسه کولو ته نږدې شوى

د کرکـټ نړيوالې شورا لخوا د افغانستان کورني کرکټ په رسميت پېژندلو سره د بشپړ غړيتوب ترلاسه کولو ته  افغانستان نور هم نږدې شو.
د کرکټ نړيوالې شورا څو ورځې مخکې په خپلې دوه ورځنۍ غونډه کې د نورو پرېکړو ترڅنګ  د افغانستان د کورني کرکټ  احمدشاه ابدالي څلور ورځنيو سياليو ته د (فرسـټ کلاس) او د شپږيزې شل اووريزې سياليو ته د ( الف کلاس) درجې اعلان وکړ.
د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ مسوول نظيم جار عبدالرحيمزى وايي  چې د نړيوالې شورا يادې پرېکړې سره دوى هغې سترې هيلې ته ورسېدل  چې د لاسته راوړلو لپاره يې شپه او ورځ زحمتونه ګاللي دي.
هغه زياته کړه : ((موږ د خپل کورني کرکټ د څلور ورځنيو سياليو د مسلکيتوب انځور د پروپوزل په شکل د کرکټ نړيوالې شورا ته وړاندې کړ  او د کرکټ نړيوالې شورا لخوا د افغانستان د کورني کرکټ څلور ورځنيو سياليو ته په رسمي ډول د لومړی درجې سياليو first class  دريځ ورکړ.
نظيم جار هيله څرګنده کړه چې د روان زېږديز کال د اپريل تر مياشتې پورې به د ټيسټ دريځ او او د ١٣ لوبډلو ترمنځ د نړيوالو يو ورځنيو سياليو د لړۍ پروپوزل هم ومنل شي .
د کورني کرکټ مسوول وايي  چې دغو لاسته راوړنو سره به افغانستان له بشپړ غړيتوب څخه يوازې د يو ګام واټن کې پاتې شي او ډېر ژر به دغه لاسته راوړنه هم ولري.
جار وايي، د افغانستان کورني کرکټ ته د ياد دريځ ورکولو سره يوه ګټه داده  چې دې سيالۍ نړيوال رسميت پيدا کړ او له دې وروسته د کورنيو سياليو د لوبغاړو لاسته راوړنې د کرکـټ له نړيوالې شورا سره ثبتېـږي.
هغه زياته کړه  چې د نورو هېوادونو د کورني کرکټ څخه لوبغاړو د نورو هېوادونو په ليګونو کې ددوى د ثبت شوو معلوماتو په اساس اخيستل کېده، خو افغان لوبغاړو دا معلومات نه درلودل.  جار وويل، دوى به هڅه کوي چې د کورني کرکټ معيار نور هم ښه او له نړيوالو معيارونو سره يې برابر کړي.
د نوموړي په وينا، دوى به له دې وروسته د کورني کرکـټ پر مهال د لوبډلو په انتخاب کې هم له ډېر غور او فکر څخه کار اخلي، څو پياوړي لوبغاړي رامخې ته شي.
د کرکټ د چارو کارپوه ليکوال او ژورنالېست مطيع الله عابد وايي چې  کورني کرکـټ ته د فرسـټ کلاس دريـځ ورکول کېدل، افغانستان لومړي دريځ ترلاسه کولو ته يو قدم نور هم نږدې شو.
هغه وايي چې د کرکـټ نړيوالې شورا په نړيواله کچه  د افغانستان کرکـټ تسليمولو وروسته د افغانستان کورنى کرکټ هم په رسميت وپېژاند چې لويه لاسته راوړنه ده.
د عابد په وينا، دا او نورې لاسته راوړنې د  هغو ټولو د کار ، زيار  او محبت نتيجه ده چې  دافغانستان لپاره يې کوي .
هغه وايي، کله چې په اپريل کې مياشت کې د کرکټ د نړيوالې شورا غونډه کېږي، نو ډېر احتمال شته  چې افغانستان ته د ټسټ درجې دريځ ورکړي.
نوموړي وويل، تر ٢٠١٩ کال وروسته به  دټسټ کرکټ کوونکو ټيمونو دوه ډلې وې، يوه کې نهه او بله کې درې چې افغانستان ايرلينډ او زمبابوې به په وروستۍ کټګورۍ کې شامل وي.
خو عابد زياتوي چې دغو درېيو وروستيو ټيمونو ته به د نهو پياوړو لوبډلو سره هم د ټسټ لوبو چانس ورکول کېږي.  هغه وايي:((  د دې خبرونو معنا دا شوه چې افغانستان ته د کرکټ نړيوال ډګر کې اهميت، عزت، حيثيت او د ډېرو لوبو فرصت په برخه کېدونکی دی.))
د کرکټ د چارو بل کارپوه او د لوبې سپورټي ټولنې مشر رحيم ګل څاروان وايي چې د افغانستان کورني کرکټ پخوا د کرکټ له نړيوالې شورا سره رسميت نه درلود او نه يې لاسته راوړنې له نړيوالې شورا سره ثبتېدلې.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، د افغانستان کرکـټ بورډ بايد له دې وروسته کورني کرکټ ته نوره هم پاملرنه زياته کړي، څو په نږدې راتلونکي کې ورته د ټسټ يا لومړى دريځ ورکړل شي.