
د امریکا متحده ایالتونو مرستیال ولسمشر مایک پنس ایران ته خبرداری ورکړی چې د ډونالد ټرمپ ادارې جدیت دې نه ازمايي.
نوموړى دا څرګندونې څو ورځې وروسته تر هغې کوي چې واشنګټن پر تهران له دې کبله ځيني بنديزونه ولګول چې ايران د بالسټيک توغندي ازموينه وکړه.
د امريکا مرستیال ولسمشر مایک پنس له «اې. بي. سي نیوز» ټلوېزيون سره په خپله تازه مرکه کې ویلي ایران باید جنترۍ ته نظر واچوي او دا دې درک کړي چې نوي ولسمشر خپله دنده پيل کړې ده. هغه ويلي ايران ته به دا بهتره وي چې د نوي ولسمشر جديت ونه ازمويي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د امریکا دفاع وزیر جېمز متېس ایران په نړۍ کې د ترورېزم تر ټولو ستر ملاتړی هېواد وباله.
ایران بیا دا ردوي چې ګواکې د دې هېواد لهخوا د بالسټيک توغندي وروستۍ ازموینه دې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له پرېکړه ليک يا هم هغې اټومي موافقې څخه سرغړونه وي چې د امريکا په ګډون نړيوالو قدرتونو ورباندې سلا کړې ده.