پاریس کې چاړه په لاس برید کوونکی مخکې له بریده پولیسو ویشتلی

د فرانسې پولیسو ویلي چې د دغه هیواد ځواکونو یو تن چې چاړه یې په لاس وه او په پاریس کې یې د لوور موزیم ته د ننوتلو هڅه کوله په ډزو ویشتلی او سخت ټپي شوی.
خو د پولیسو یوه بل تن ویلي دي چې یاد کس غوښتل د موزیم سوپر مارکیټ ته ورننوځي چې یو بکس هم ورسره و.
پولیسو سیمه له خلکو خالي کړې ده او د هغه هیواد د کورنیو چارو وزارت په خپل ټویټر حساب پیښه خطرناکه ښودلې ده.
د فرانسې د پولیسو یوه مسوول ویلي دي چې له یاد کس سره چاودیدونکي توکې نه وو.
سرچینه وایي چې شکمن کس موزیم ته د ننوتو کوښښ کاوه او پولیسو ته یې بد رد ویل.
ځینې رسنۍ وايي چې نوموړي د الله اکبر نارې وهلې او یو تن پولیس یې هم ټپي کړی دی.