هغه ۸ کارونه چې ستاسو مغز ته هره ورځ زیان رسونکي دي

 
آیا پوهیږی کوم شیان دي چې ستاسو مغز ته زیان رسونکي دي؟ مغزي ضرر کولائ شي له مغزي ضربې د اثر له تصادفه او یا هم له مغزي سکتې او یا هم د هغو کارونو پایله چې د مغز پرمختیا او همدارنګه پیاوړتیا مخه نیسي. په دې لیکنه کې ستاسو ته هغه  8 هغه ضرر رسونکي ټکي در په ګوته کوم چې باید له هغه څخه ځانونه وساتو.
مغز: د بدن ترټولو اصلي او پیچیده ترین غړی دی.مغز زموږ د عملونو ریس دی،چې څه کم 80میلیارده  عصاب ددې عملونو اداره کوي. مهمه دا ده چې د هغه په واړندې ښه مراقبت وکړو تر څو د اوږدې مودې ژوند په ارمتیا او په ښه توګه تر سره کړوتو څو له رواني ستونزو څخه ډاډه شو.
مونږ ددې 8 هغه کارونو چې مغز ته زیان رسونکي دي زمونږ مغز له دې کړنو څخه خلاص دی.
1: د سهار چای نه څښم.
تر ټولو ښکاره مغز ته زیان رسونکی کار د سهارني نه څښل دي! ډيری کسان شته چې د سهار چای نه څښي، یا داسې غوړ او یاخواږه خواړه خوري چې هغه یې د وینې د زیاتوالي سبب ګرځي او کله چې کار کوي نو دوي د هغه کارپه تر سره کولو کې سستي کوي ورته ډير سخت ښکاري او سمه انګیزه هم نه لري تل مایوسه فکر کوي، نو هر سهار چې له خوبه پاڅیږی نوښه مزې داره سهارنی خوری او له داسې میوو څخه استفاده وکړی چې ستاستو بدن ته ښه ګټه ورسوي. لکه د اوبو میوې سبزیجات نو که چیرې هر ډول اړین ويټامینونه او همدارنګه معدني مواد که ستاسو په وینه کې تل روان(جریان) ولري. نو تاسو ته په پوره ډول انرژي درکوي تر څو تاسو خپل ورځني کارونه په ښه توګه ترسره کړئ.
2: تمرین(ورزش) نه کوم.
مونږ په دې ټول پوهیږو چې تمرین(ورزش) ډيره ګټه لري. مغز مو هم د  بدن د غړو په شان په نظر کې ونیسئ. که چیرې مو بدن ډير وخت بې حرکته وي. نو د بدن غړي به ډير دردناک شي. نو دغه واقیعت مو د مغز لپاره هم صحي دی.څومره زیات چې له تمرین څخه ځان ساتو،دومره دوه جنده کیږي تر څو بیاځلې تناسب ته ورسیږم. نو د مغز لپاره هم جسمي تمرین او هم ذهني تمرین ګټه لري. هر ورځ باید یو ځل مونږ تمرین وکړو، تر څو زمونږ وینه په بدن کې په جوش راشي.
مطالعه وکړئ، یو مستند ووینئ او یا د خبرو انګیزه مو په ځان کې جایري ولرئ. راځي د یو نوي شي په لټه کې شو تر څو مو مغز ته تمرین ورکړو.
3ــ خپل مغزمې له ډيرو اطلاعاتو ډکوم.
اطلاعات په هر ځای کې شته. زما خپل تلیفون کې، په راډيو کې، په تلویزیون کې، حتی زما خپل لاس کې. هیڅ د ویلو، لیدلو، یا د دغې ډيرو اضافي اطلاعاتو حوصله نلرم؛
د اطلاعاتو خپله ستونزه نه ده؛ بلکې ستونزه دا ده چې زما مغز یوازې کولای شي د ډير کم وخت لپاره کم اطلاعات وساتي. زه په دې پوهیږم او هر وخت مقالې وایم زه مجبور یم چې مخکیني اطلاعات له لاسه ورکړم. ترڅو نویو اطلاعاتو ته ځای ورکړم. کله چې مهم اطلاعات له لاسه ورکوم تر څو٫اخبار٫ ته خپل مغز خلاص کړم، خپلې کورنۍ ته او همدارنګه خپلو کارونو ته مې زیان رسوم. نو باید زمونږ خپلې موخه دا وي چې له داسې اطلاعاتوکار واخلو چې هغه زموږ په درد وخوري تر څو د هغه څیړنه او ارزیابي وکړو. تر څو له اضافي اطلاعاتو سره مخ نه شو.
4ــ په څو دندو عمل وکړم
ټول اطلاعات په دې معنا، چې څو دندې هم د دې سبب کیږي چې زموږ مغز د ستړیا او خستګۍ خوا ته روان کړي، نو په دې حالت کې بریالیتوب غیر ممکن دی. کاري بریالیتوبونه دا چې هر وخت وکولای شو چې دوه مخی توب په هوا کې پرېږدو چې دا د بریالیتوب یوه نښه ده. لږ لږ خو ټول لري او پر مخ هم ځي او د څو دندو په سرته رسولو سره نه پر مخ ځي او نه  هم په څټ. خپل مغزمو ارامه وساتئ او استراحت وکړئ او د خپلې دندې پابند اوسئ تر څو وکولای شئ په اسانتیا سره خپلو موخو ته لاره هواره او سرته ورسوئ.
5ــ سګریت څکوم
داچې تاسې ته معلومیږي چې سګریت څکول ستاسو لپاره بد اوناوړه دي نو تاسو ته باید دا جالبه او حیرانوکې ښکاره نه شي. هر هغه څه چې زموږ بدن ته بد او ناوړه تمامیږي مغز ته مو همدارنګه بد او ناوړه دي.
سګریت څکول نه یوازې مغز ته ستونزه پیدا کوي بلکې د بدن ټولو برخو ته ستونزې را ولاړوي، چې په ځانګړي ډول زموږ وینه اوهمدارنګه زموږ تنفسي سیستم ته زیات زیان رسونکی دی.
6ــ په پوره ډول اوبه نه څښم( په کافي اندازه اوبه نه څکم)
 
که چیرې هر ه ورځ زموږ بدن ته اوبه ونه رسیږي نو دا کار به زموږ مغز ته ډیر زیان رسونکئ او خطرناک وي. د سی بی اس د رپوټ په اساس، له بده مرغه ور وخت به له اوبو خبرې کیږي. په 100 کې 60 سلنه زموږ بدن، په 100 کې 75سلنه عضلات، او په 100 کې 85 سلنه زموږ مغز له اوبو څخه جوړ شوی دی. موږ باید کمې اوبه په نظر کې و نه نیسو. کمې اوبه کولای شي زموږ بدن ته زیان رسونکی وي ځکه زموږ بدن هره ورځ ډېرو اوبو ته اړتیا لري.نو د کمو اوبو څښل کیدای شي موږ د سستی له احساس، نېشې، او له ستړیا سره مو مخ کړي.
(webmd.com)
یا وب ام دی مقالې په اساس بعضې متخصصین وایی چې دا مهمه نه ده چې یو سړی او یا هم یو شخص د ورځې 8 لېتره اوبه وځښي بلکې د دوي په اړتیا پورې او یا هم د دوی د وزن په اساس دې اوبه وڅښي اویا هم دوی باید  په شمول د خپل کیلو ګرام وزن په اساس ل 30نه تر 60 میلي لیتره اوبه دې وڅښي.او بل دا چې ستاسو د هوا حالاتو په اساس هم خپل داړتیا اوبه محاسبه کولای شئ . که چیرې په یو داسې سیمه  کې ژوند کوی چې هلته هوا ډيره ګرمه وي او همدارنګه ورزش هم کویږ نو له مخکې توسعه شوو اوبو څخه زیاتو اوبو ته اړتیا لری. او که چیرې په یو داسې موسم او یا په یو داسې سیمه کې ژوند کوئ چې هلته نسبت یخ او هوا یخجنه وي نو په داسې وخت کې باید لږې اوبه وڅښې کومې چې مخکې درته توسعه یا وړاندې شوې دي.
7ــ خوشحاله نه یم
له بده مرغه ناخوښي او یا هم د منغي کارونو اویاهم منغي نظریات مومغز ته زیان رسونکي دي. هغه وخت چې مغز مو خوشحاله وي اندروفین په ښه بڼه ترشح کوي، اوهمدارنګه  کله چې سپورټ یا ورزش کوو نو بیا هم اندروفین موپه ښه بڼه ترشح کوي.
دغه هورمون په طبعي ډول استرس او همدارنګه درد له مینځه وړي. او ددې سبب ګرځې تر څو موږ خپله د خوشحالی احساس ولرو، نو په همدې سبب موږ زیاتره خوشحالوي. هره ورځ یوازې د خوشحالۍ لپاره کار وکړئ او سرته یې ورسوئ.کله چې موږ د خپل ژوند لپاره نوښت او خلاقیت ته دوام ورکوو، نو خپل مغز مو بډایه کو تر څو وکولای شي سختي ورکې او نابودې کړي.
8ــ زه نه شم کولای چې د شپې ښه خوب وکړم
کله چې ویده کېږم . خپلې ګڼې مهمې پایلې اویا هم د کارنتیجې  د کړنو په حالت کې دي. زما بدن نه یوازې دمه او یا هم استراحت کوي. بلکې خپل ځان هم ترمیموي. د خوب وخت، د اعضلاتو رغونه او ترمیم، د حافظې تثبیتول، او همدارنګه نورد ګڼو هورمونو ترشح او پرمختګ، اشتها او نور ګڼ فعالیتونه سرته رسوي. کله چې د شپې له خوب څخه په ښه توګه ویښ شم او پاڅم نو د ارامتیا یو ښه احساس کوم، او دې ته تیار او اماده یم چې له هغه څه سره چې مخ کیږم په ښه توګه سره یې سرته ورسوم. خو که چیرې زه د شپې ښه خوب ونه کړم او یا ونه لرم نو ډير دخستګۍ احساس کوم او د ستړیا احساس کوم او په خپل ورځني کار کې ډير ټمبلي کوم او ټوله ورځ د ستړیا احساس راسره وي. نو باید د خپل ژند لپاره یو داسې مهالوېش ولرو تر څو موږ خپلو ورځنیو کارونو ته په ښه احساس او په ښه بڼه تیار و اوسو .