
ايمل افغان
څرنګه چې د تاریخ په اوږدو کې مظلوم هېواد وال د تل لپاره د هېواد د دوښمنانو له خوانه بې ځایه ووژل شول، کورونه یې ړنګ شول او له زده کړې نه بې برخې شول او لا دا لړۍ ترنن ورځې پورې روانه ده اخیر ترکومه به په هېواد کې دا جګړې روانې وي او دا هېوادوال به بې ځایه وژل کېږي.
که جګړه وه ورور وژنه اویاد قدرت لاس ته راوړل وو خو همدومره بس ده چې د تاریخ په اوږدو کې د هېواد مشرانو په غریبو او دردیدلو هېوادوالوباندې وکړو او خپل خوږ ژوند یې ورته د مرګ کندې ته واچولو او هېواد وال یې د غم په ټغرباندې راټول کړل .
زه د یو افغان د یو لیکوال د یوې ټولنې د خدمتګار په صفت سره دا وایم چې کرزی صیب ترڅو به ستا په دې پاکه خاوره کې دا حالت روان وي چې هره ورځ به د هېوادوالو ژوند له مرګ سره مخ وي او مظلوم هېوادوال به په شهادت باندې رسیږي.
دا چې نن ورځ ته د افغان ولس له خوانه د هغوی په پاکو رایو باندې د ټولټاکنو په نتیجه کې د دغې چوکۍ لپاره غوره کړای شوې او په د غو ټولټاکنو کې ډېرو افغانانو خپل ژوند د لاسه ورکړو تر دې پورې چې د مخالفینو له خوانه هغوي ته اخطارونه ورکړل شول چې په ټولټاکنو کې باید ونډه وانخلی چې ستا سي غوږونه او پزې به موږ در نه غوڅې کړو لکه چې هماغسې ورباندې وشول.
نو اوس ستا لپاره هم پکارده چې د دغو هېوادوالو ژوند چې نن ورځ له مرګ سره لوبې کوي باید خوندي کړې او هغه ډلې چې نن ورځ یې ستا ترڅنګ خپل ژوند اختیار کړی دی او د تل لپاره ستا له موقف نه هم غلطه استفاده کوي او د دې ترڅنګ هغه هېوادوال چې له حکومت نه مرور دي او تل د هېوادوالو لپاره د مرګ ګواښونه کوي هغوي هم یو څه له تانه غواړي ته باید د هغوي غوښتنو او پوښتنو ته هم ځواب ورکړې دا ځکه چې ستا په اداره کې ډېرې لوړې چوکې شته دغه د نن ورځې وزیران چې تا له ځانه راغونډ کړي په دې باندې هیڅ هېوادوال نه راغونډیږي او نه هم په څه باندې پوهیږي چې هېوادوال درنه خوشحاله شي ځکه دغو چارواکو په دا اتو کلونو کې خپل ځان ولس ته ډېر ښه وپیژندلو معنی دا چې ولسي جرګې چې نن ورځ دغه وزیر صایبان رد کړل نو البته هغوی به په کې څه نه لیدل چې د باور رایه ورنه کړي نو دا که ولس ته دغه کسان واړندې شوي وای نو هغوي خو به بې ښي په کاڼو ویشتلي وای نو معلومه ده چې په دا اتو کلونو کې په حکومت کې د کار چوکۍ د کار خلکو ته ونه سپارلې شوې او دا ا ته کلونه هسې په چاودنو او لانجو کې تیرشول.
ځکه افغانستان یو له هغو هېوادونو نه ده چې نن ورځ په کې تر پنځوسو زیات خارجي هېوادونه ژوند کوي او هغوي تیار له وسلو او پولیسو سره راغلي دي چې کوم طرف یې هدف وي نو هماغه خواته کار کوي او ګډووډي رامنځ ته کوي ځکه اول دغه خارجي ډلې خو لومړی په خپل منځ کې سره جوړې نه دي هره یوه کوښښ کوي چې یو بل ته په افغانستان کې ماتې ورکړي او بله پوښتنه زما د افغان حکومت او لوړ پوړو چار واکو نه داده دغه بهرني فوځونه چې نن ورځ د کابل په دا ګڼ او تنګو سرکونو باندې ګرځي چې له یوې خوانه ورسره هېوادوال په تکلیف او زحمت کې دې او له بلې خوانه سرکونه هم ډېر تنګ دي دغه ولې افغان حکو مت له ښارونو نه باندې نه وباسي ترڅو د هېوادوالوژوند له مرګ نه وژغورل شي او له بلې خوانه وکولای شي د افغانستان سرحدونه کلک کړي ځکه دغه د امنیت ستونزه چې رامنځ ته کېږي او دغه چاودنې چې نن ورځ کېږي دا په بهر کې د هغوي لپاره تربیه ورکول کېږي ، هماغسې وسایل د دوي لپاره جوړیږي او بیا افغانستان ته را داخلیږي او هېوادوال د مرګ کندې ته غورزوي.
د یوه شاعر شعر دی چې وايي :
یوڅوپه وینوسره لوګري ګرځي په ګلبڼ کې
د حسن څانګې ماتې دي ګلونه په ژړاه دي
د ژوند سرور مې ولوټه بدرنګو هوښیارانو
د رنګ میکدې ړنګې دي جامونه په ژړا دي