راسره مـــــو دي يادونــه
رالېـــږي پيغامــــونــــــه
پــــه ولا چـــــــې ياديږي
ها تېر شوي ماښامونه
چې به ټول سره راټول وو
چې به کړل مو بنډارونه
غريبۍ سره بېل بېل کړو
اوس مو نه شي ديدنونه
نا امېد له ژونده نه شې
مبارز اوسه ( خوځونه)
(ساحل ) دومره لري مينه
لږه نه ده لـــــه مجنـــــونــه
(يرغل ) هم زمونږ ملګرى
ډېر خواږه ليکي شعرونه
(زماني ) په هر يو بيت کې
بلــــــوي په زړه اورونــــه
راشئ بيا سره يو ځاى شو
( رحماني ) وايم ( مفتونه)
ميرويس رحماني ننګرهار
وروستي