د روشن کيسې!

   
ميرويس رحماني
 
 نن سبا دچا پرکتاب چي څوک ليکنه کوي که دليکوال  خوښه وي او کنه  خو بس هغه جناب  چي هرڅوک وي  پرځاي ددي چي يي پرکتاب وغږيږي نيمکړتياوي  يي ورته وښايي  دليکوال پرشخصيت ليکنه کوي او بيا دومره مبالغه پکي کوي چي دمنلو وړ نه وي  داپه دهغو خپل کار وي او داخو لاڅه کوي چي ځني بيا له خپل مسلکه هم اوړي اقتصادپوهان پر ادبي او انجنيران پر اقتصادي کتابونو  ليکنې کوي چي هڅ ورسره اړخ نه لګوي.
 هدف مي دادي که يو استاد چي دادب استاد وي پر يو ليکوال پرليکني بحث کوي ښه معلومات پکي لري او انجينر چې خپل مسلک پرېږدي او د ده په کار کې مداخله کوي،له يوې خوا له خپله کاره پاتې کېږي او له بلې خوا يې په پردي مسلک کې کار چندانې نتيجه نه ورکوي.
 په هرصورت دينه به تير شو،راځم دې ته چي زه دومرښه ليکوال هم نه يم هسې نه چې په ببولالو سرخوږى درته  پيداکړم.
  که په خبرو کې مې مبالغه  شوې وي،بښنه غواړم.
راځم خپل   هدف ته چې د الفت بڼ کې د دي عصرد يوه  نوي ټوکيدلي ګل رفيع الله روشن درته يادوم چي څو ورځي مخکي يي دلنډو کيسو ټولکه (بي موره) دچاپ په ګاڼه ښکلې شوې، ددغي ټولکي پښتۍ او د کتاب نوم چي روشن پکي لوى کمال کړى، دومره جذابه  دي چي دسړي دومره تلوسه وي کله به يي ولولي.
 ماچي مخکي څومره روشن ظاهرامطاله کړى و، هغسې ونه ختو په خاموشۍ کې يې غوغا جوړه کړه، مايي ډيري سياسي ليکني لوستيي دي خو مايي چي دکيسود ټولګي يوه کيسه ولوسته دې ته يي وهڅولم چي ټول يي ولولم همداسې مې  وکړل، دشپي ترناوخته مي دموبايل په رڼا کي ټولې ولوستې، بلا خوند يي وکړ .
روشن له ډيردقته کار اخېستي اوډير دردونکي او پرمفهومه جملي يي کارولي، ډيرې ښې سوژي يي انتخاب کړي تاسي يي که داټولګه ولولئ درمعلومه به شي حقيارصيب دروشن په اړه پخپله مقاله کي ليکي(( دروشن دزدکړي او استعداد په روزنه کي هيچا هم مرسته نه ده کړې، حتا ترما چي ماما يي يم او په دفترکي مي همکاردى، موږ دده په روزنه کي ناغيړي کړې ده ))خو ورورمي روشن ليکي (زماهره نثري او نظمي پنځونه دده (حقيارصيب)له کتلووروسته خپره  شوي  ماته يي ډيري لارښوونې  کړي دي)
ماچي څومره دروشن لنډي کسي ولوستي  ماپکي دحقيارصيب  دقلم تاثير او اغيزي وليدي خو حقيار دې  پردې سترګي پټي نکړي، يوازي يې روشن  نه بلکې پخپل کاله (نظراباد) کي يي ډير داسي کسان روزلي او ټولني ته وړاندي کړي خو زه پدي پوهيږم چي ولي داخبره کړي دليل به يي داوي چي دده دلاس نيالګي د ده د لارې اغزي شوي او له خپلې روزنې يې خوابدى کړى دى.  
  په ټوله کي کي چي ما دروشن کيسي لوستي اوډير يي ژړولي يم  او دحالاتو ترجماني پکي شوې هغه دادي:
 مرک ته په تمه:  ديوې باغرورې اوبا احساسې پښتني دزړه غږ دى چي په ډيره ماهرانه توګه يې تري دژورناستيکي اوصولوپه پام کي نيولوسره   له خولي راويستي او دهغه پاک لمني يې پکي ښه ځلولې.
 (ماونه شوکړي چي هغه وژغورم) داکيسه مي څوځلي ولوسته،دې ته ورته يوه ډرامه چي دکوزې پښتونخوادسينما ګرانو لخوا د(تاباني ) په نوم جوړه شوي وه ، ډير يي دردولي وم او دامي ضرورګڼله ، چي هره شپه يي وګورم او داکيسه مي هم همداسي ځوځلي ولوسته .
په ټوله کې د روشن کيسې داسې دي چي سړى تري څه اخذ کولى شي هسې يي کاغذونه  نه دي ډک  کړي ، همداسي يي دانوري کسي ،بي موره،نيمکړي مينه ، ګټه به زما وي او نورټول مي ښه ولوستل ، بلاخوند يي وکړو خو بيا وايم چي ما يي پرکتاب کره کتنه نه ده کړي يوازي مي خپل اجساسات څرګند کړي، پرکتاب يي ښاغلي حقياراو خورزرلښتې ښي ليکني کړي چي پر هماغه بسنه کوو،زه زرته ورته د کتاب مبارکي وايم او په ګانده کي يې دبرياليتوب دعا کوم
اباد دې وي!