
کره نېټه مې نه ده په یاد، خو د نږدې لسو میاشتو وړاندې خبره ده. له کابله ننګرهار ته تلم. د موټرو هډې ته رسېدو سره موټرواناونو هر یوه یو حال راباندې جوړ کړ؛ یوه یې ویل له ماسره به ځې، بل ویل ماسره لاړ شه، هابل لا ویل موټر مې بخارۍ هم لري او یو یې لا دا ویل مخکې څوکۍ کېنه.
ما لا پریکړه نه وه کړې چې په کوم یوه کې ولاړ شم. همدغه ګڼه ګوڼه کې یو ځوان راسره مل شو، پر هغه هم ماغوندې حال و؛ یوه موټروان به یوې خوا ته کشاوه او بل به بلې خواته.
راته یې وویل:
ـ وروره! زه او ته به یوه موټر کې ولاړ شو؟!
ـ سمه ده. صبر، یو موټر به راپیدا کړو.
راسره مې وویل دا هلک حتما ً ناشانا دی، دا موټروانان چې ډېره بده ورځ کوي له ده یې هم لاره ورکه کړې چې کوم موټر کې لاړ شي
سر مو ډېر نه خوږوم خو موټر ته پورته شوم، هغه ځوان چې موټروانانو ترې لار ورکه کړې وه، هغه هم راسره پورته شو، فکر کوم ښې لورې ته مې کېناست.
دواړه د موټر وروستي سیټ کې وو. موټر حرکت وکړ.
زه او دی تر ډېره سره نه غږیدو، اخر مې ترې وپوښتل.
ـ د کوم ځای یې؟
ـ بدخشان
ـ آه! ډېرښه. چېرې ځې پخیر؟
ـ کونړ ته.
ـ څه کوې هلته؟
ـ محصل یم.
ـ ښه. ډېر ښه. کوم پوهنځي کې؟
له دې پوښتنې سره نو هلک غلی شو.. ما هم پرې ټینګار ونکړ.
څو شېبې وروسته؛ ورو یې راته غوږ کې وویل: "زه په اردو کې یم."
نو ورته مې وخندل، ښه نو ولې دې مخکې ونه ویل؟
ـ وروره! پر دې لاره چې ځم؛ ډارېږم. که چاته ووایم چې اردو کې یم، کېدی شي، ستونزه راته جوړه کړي.
ـ ههه پوهېږم. خو هېڅ خبره نشته. زما دنده، ستا تر دندې هم خطرناکه ده. خیر. خدای مهربانه دی. پخیر رسېږو. انشالله.
دده رنګ نو بیخې الوتی و، خبرې ډېرې کمې کولې یوازې ماسره غږیده.. لارې ته به یې داسې کتل ته وا اوس به یې څوک ژوندی خوري.
د «تنګي» په سیمه کې خو یې اندیښنه لا بیخې ډېره شوه، کله به یې پورته غره ته کتل، کله ماته او کله هم له غره راښکته شوې لارې ته. ما پوره ډاډ ورکاوه، چې هېڅ خبره نشته اوس خو رڼا ورځ ده، د شپې مهال تګ راتګ کې لا یو څه خطر وي.
ده راته په خوله «ښه» ویل، خو څېرې یې د زړه حال وایه.
ما له ځان سره په دې موخه بوخت وساته چې فکر یې بدل شي او د ډار په ځای ډاډه واوسي.
خو دده په زړه کې ډار او انديښه ښه سم ځای شوي وو.
لا مې بوخت ساته:
ـ کور کې دې څومره وخت تېر کړي؟
ـ یوه میاشت.
ـ ښه. څومره وخت نه وروسته، تللی وې؟
ـ اوه میاشتې وروسته.
ـ ودې ویل کونړ کې دې دنده ده.
ـ هو
ـ د کونړ په کوم ځای کې؟
ـ ماڼوګي کې.
ـ ښه ده. ما ډارېږه. له هغه ځایه مې ملګري شته. وايي سیمو کې یې هېڅ ستونزه نشته. امنیت ښه دی.
ـ نه. ماته معلومات دي. وضعیت یې هېڅ ښه ندی. زما چې پښتو نده زده؛ ټول پوهېږي چې اردو کې یم. که طالبان مې ونیسي..
ـ نه وروره! هېڅ خبره نشته. اندېښنه مه کوه.
خو هر څه مې چې ویل دی لاهماغسې اندیښمن و..
نو ددغه ځوان له اندیښنې ډک او ورته زما د ډاډګیرنې سفر پای ته ورسېد.
د جلال آباد ښار مخابراتو څلور لارې کې له موټره ټولې سپرلۍ؛ یو په بل پسې ښکته شوې.
ماسره مل بدخشی سرتېری هم ښکته شو.
پر پلې لار یو څو قدمه راسره لاړ.
راته یې وویل:
ـ وروره! زه کلدارو پیسو ته ضرورت لرم. راسره افغانۍ دي. غواړم په کلدارو یې بدلې کړم.
ـ ولې کلدارې؟
ـ زه کونړ ته ځم. هلته کلدارې کاریږي. افغانۍ څوک نه اخلي که یې اخلي هم بېخي مفته.
ـ ښه.
د پلې لارې څنډې ته ناست، صراف سره یې افغانۍ پر کلدارو بدلې کړې.
نور نو هغه ځای راورسېد، چې زه او دی باید سره بېل شو.
مخه ښه کې مې بیا ورته وویل چې د کونړ پر لاره هم مه ډاریږه، هېڅ خبره نشته.
د کابل ـ جلال اباد تر لارې، د کونړ لاره بیخې ډاډمنه ده.
د افغانستان په څېر یوه هېواد کې چې په یو شمېر سیمو کې یې جګړې دي؛ ددغه څېر سرتېرو اندیښمن وضعیت واقعاً سړی خواشینی کوي.
خو په کار داده چې موږ ټول، په تېره مسوول چارواکي د سرتېرو روحیه لوړه وساتو او تل ورته د ډاډ خبرې وکړو؛ څو خپل ور له غاړې مسوولیت په سم ډول سرته ورسوي.