جلال اباد ښار کې  ۱۵۰ تنو ورزشکارانو ته له ازموينې وروسته نوي کمر بندونه وتړل شول

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د زړور تکواندو کلپ يو سلو پنځوس تنو ورزشکارانو ته له ازموينې وروسته نوي کمر بندونه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې وتړل شول.
دغه مراسم، چې د زړور په کلپ کې ترسره شول ورزشکارانو د تشويق په موخه د دې لوبې ګڼ شمېر استادانو او د ورزش مينوالو ګډون کړی و.
د دې مراسمو په پيل کې د انجمن زړور مسول استاد عيد محمد زړور په خپلو خبرو کې وويل د دې پروګرام موخه يو سلو پنځوس تنو ورزشکارانو ته د نوي کمربندونو تړل او څلور تنه هغه لوبغاړي، چې د تکواندو د ملي لوبډلې په ټاکنيزو سياليو کې يې مډالو نه ترلاسه کړي وو ستايلي دي.
نوموړي د بدني روزنې امريت له مسولينو غوښتنه وکړه، چې د تکواندو په فدراستون کې د شته ستونزو لپاره د حل لارې چارې ولټوي او د دولتي او ملي سوداګرو يې غوښتنه وکړه، چې د ورزشکارانو د ستونزو حل په موخه دې له دوی سره مالي مرستې وکړي.
د جوړشويو مراسمو په پای کې لوبغاړو ته تقدير نامې ورکړل شوې.
بل لورته د کانال رياست له لوري د ختيځ زون د درې ولايتونو څخه د شل لوبډولو ترمنځ د واليبال ترمنځ پيل شوې سيالۍ د خراسان خصوصي پوهنتون لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسيدې.
دغه راز دکانال رياست لوبډلې دسيالۍ دويم مقام خپل کړ.
ددې سياليو دپای لوبې وروسته دننګرهار بدني روزنې امر شاهدالله ساپي او دالمپيک په چارو کې دکوچيانو استازي نورالرحمن ترخېل له لوري لوبډلو ته کپونه ، ميډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.