جعلکاران او د ځمکو غاصبین!

يوه مشخصه تجربه: 
يو جعل كار پر بل جعل كار د زمكې د ملکیت د اصلی مالک والي دعوی او د زرګري جنګ کوي.
له دغه زرګري او ساختګي دعوې او ساختګي جنګ نه كله قاضي او حاكميتونه خبر او د جعلکارو شریکان وي او کله بې خبره.
د جنجال له پيل او درانې روسته قضیه محکمې ته ځي او د یو تقلبي شخړې روسته قاضي حکم او یا له حکمه مخکې قرار صادروي چې مسأله تحقیق او دعوی ته اړتیا نه شته او دا ملک او عقار د دغه دواړو نه د دغه شخص دی او د هغه اسناد معتبر اعلانوي. در حالی چې نه دغه او نه هغه اسناد معتبر دي او دواړه اسناد جعلي جوړ شوي.
جعلکاران ددې تصحعي او زرګري شخړې په پایله کې د محکمې حکم او یا قرار وثایقو او د املاکو مراجعو ته وړي او هغوی هم د خپلو حقونو (مرداریو او رشوت ) په اخېستو زمکه او عقار چې ددوی نه وه ترلاسه کوي. په دغه ‌‌‌‌‌‌ډول دولتي ملک د شخصي تصرف او شرعي قباله او یا د قبالې مثنی هغه د مافیایی حلقې جعلکار ترلاسه کوي.
صادق چارواکي دې خبر وي.