غزل

يو د ناترسه يار بېلتون راکــــې زړګـــــى خوړين کـــــړى
بل د ښوونځي رياضي مضمون راکې زړګى خوړين کړى
هلته بمــــبار دلتـــــــه ځانمــــرګى هلتــــه بم وچـــــاودېد
خداى راستي دغه ژوندون راکې زړګى خوړين کړى
يو بل وژل بدو کـــې خويندې ټکـــى ټکـــــى ټکـــــــى
دغـــــو کارونــــو د پښتون راکې زړګى خوړين کړى
په زويه ! زويه ! کې يې آن راباندې پښې چاپي کړې
وه لېونۍ! پلار دې پرون راکې زړګـــى خوړين کړى
ما به اوس وختـــه دا رقيب په چـــــره ييز ويشتى و
خو ډار ملګرو له دې خون راکې زړګى خوړين کړى
پکول بې قدره شو لونګۍ دستار څوک نه يادوي
دې نېکټايۍ او دې پتلون راکې زړګى خوړين کړى
وي نيمه شپه ته مې راويښه کړې چې راکه خولګۍ
يرغلـــه! ستا دغــــه قانون راکې زړګى خوړين کړى
انورالحق يرغل ننګرهار