دا سمه خبره ده چې ژبه د پوهولو، راپوهولو وسیله ده او مهمه همداده چې، بل ته پيغام ورسېږي او بل هم هغه چې غواړي، تاته یې درورسوي.
خو کله چې ستا پخپله ژبه، شوي لیکنې (ډېرو تېرو تنو سره لیکل شوې لیکنې)
لولې، نو درسره د ډېرې خواشینۍ احساس وکړې، چې ژبه مې ولې دې حد ته رسېدلې. (ګڼو املايي تېروتنو سره لیکل)
زه د یوه داسې لوستونکي په توګه چې یوازې په پښتو ژبه خبرې کولی شم او دغه څېر له تېروتنو سره لیکنې لولم؛ تراوسه ددې ستونزې په لامل پوه نشوم، چې سم لیکل ولې نه کوو یا سم لیکل ډېر لږ، ولې راترسترګو کېږي!؟
په ډېرو ادارو کې، د ژبې سمې کارونې د څار او د تېروتنو د سمون له پاره، کسان ګومارل شوي او همدا یې دنده ده، چې تر لاس یې لاندې کسان سمه ژبه وکاروي او که له ژبني پلوه په تېروتنه کوم څه لیکل کېږي؛ باید سم یې کړي.
پر چا چې نیوکې کوې، بس نو په دښمنۍ اوړې، که یې نه کوي، وجدان ته به دې تل ملامت یې.
زما لیکنې به هم ډېرې ستونزې لري، خو، زه لا یو زده کوونکی یم او غواړم ژبه سمه زده کړم.
زما په آند، اساسي ستونزه داده چې موږ یوه څرګنده لاره نلرو؛ داسې لاره چې راته وویل شي دا خبره دې سمه ده او هغه سمه نده.
د ژبې استادان او لیکوالان هم خپلو کتابونو او لیکنو کې سره همغږي ندي؛ یوه جمله یو یې،یو ډول لیکي، بل یې بل ډول.
زما باور پر دې دی چې د ستونزې حل له پاره؛ د ټولو ژبپوهانو په توافق سره، یو کس وټاکل شي او ټول ووایي چې د احمد ژبه او لیکل سم، تللي او هېڅ ستونزه نلري، او موږ ټول بیا د هغه لاره ونیسو، ښایي ستونزه تر ډېره حل شي.
خو چې دا توافق به څرنګه وشي
په چا به یې ومنو چې فلانی سم لیکل کوي او ته نه.
بله خبره:
زه د خپلې تجریې وایم؛ کله چې یوه جمله لیکو، یا یې له بلې ژبې خپلې ته راژباړو؛ نو که یو څو شېبې یې وتلو، په دې مانا چې ښه فکر پرې وکړو دا مې چې لیکلي، په حقیقي مانا سره همدغسې یو څه شته؟ رښتیا هم دغسې شونې دي؟
د ساري په توګه:
که وایو چې هېواد کې سولې ته رسیدنې له پاره هڅې چټکې شوي
سولې ته رسېدل یعنې څنګه؟ سوله په یوځای کې ده او موږ غواړو ورته ورسېږو. چې دا په حقیقت کې شوني ندي ځکه سوله نه حسېدونکې ده، چې موږ یې خواته ورورسېږو.
زما په آند، غوره به دا وي
"هېواد کې د سولې ټينګښت له پاره هڅې چټکې شوي"
تاسې ټول!
دا کرښې چې لولي لطفاً ددې ستونزې حل له پاره راسره مله شئ
راځه په ګډه یوه حل لاره ورته ولټو
ما په پورته کرښو کې یو دوو ټکو ته اشاره وکړه.
لطفاً تاسې هم د حل لارې له پاره خپل نظرونه ووایاست او بیا به یې د عملي کولو له پاره، په ګډه لاس په کار شو.
وروستي