ټرمپ: پر روسیې د بندیزونو لرې کولو بحث تر وخت مخکې خبره ده

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، دا به تر وخت مخکې وي، که له روسيې څخه د بنديزونو د لرې کولو پر امکان خبرې وشي.
په پام کې ده چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپلې لوړې وروسته د اول وار لپاره د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره نن ټليفوني خبرې وکړي.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په داسې حال کې له خپل روسي سيال ولاديمير پوتين سره ټليفوني خبرې کوي چې په واشنګټن کې اوازې دي، ټرمپ ښايي له مسکو څخه ځيني بنديزونه لرې کړي.
دغه بنديزونه د اوکراين په چارو او د امريکا د جمهوري رياست د انتخاباتو په سيسټم کې د مسکو د لاسوهنو د ادعاوو له کبله د پخواني ولسمشر بارک اوباما له خوا پر روسيې لګول شوي دي.
ښاغلي ټرمپ وړمه ورځ په يوه کنفرانس کې چې د بريتانيا صدراعظمه ترزا مې هم په کې حاضره وه، د يوې پوښتنې په ځواب کې د ټليفوني مکالمې په باب وويل: ​"ما اورېدلي چې د ټليفوني مکالمې تابيا شوې ده، وبه ګورو چې څه پېښېږي، د بنديزونو په تړاو به ووايم چې په دې اړه څه ويل به تر وخت مخکې وي."
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بريتانيا له صدراعظمې ترزا مې سره تر خبرو وروسته په دې اړه په کنفرانس کې خبريالانو ته څرګندونې وکړې.
تر دې مخکې د ټرمپ سلاکارې کېليان کانوې په يوه ټلويزيوني مرکه کې ويلي وو، پر مسکو د بنديزونو پر مسئله غور روان دى.
کنفرانس ته په وينا کې د امريکا ولسمشر ښاغلي ټرمپ وويل، هيله من دى چې د روسيې له ولسمشر پوتين سره بهترينې اړيکې ولري: “کله چې د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين او روسيې خبره راځي، زه د ښه، بد يا متفاوتوالي خبره نه کوم، زه دغه ښاغلى پېژنم هم نه، خو هيله من يم چې بهترينې اړيکې ورسره ولرم، دا ممکن دي، دا هم کېداى شي چې ويې نه لرو." خو کنفرانس ته په وينا کې د بريتانيا صدراعظمې ترزا مې متفاوته خبره وکړه.
 
هغې وويل د امريکا متحدو ايالتونو او اروپايي ټولنې بنديزونه بايد پر روسيې تر هغو دوام پيدا کړي چې دغه هېواد د مينسک موافقې په بشپړه توګه عملي کړي نه وي. د دې موافقو هدف د اوکراين په ختيځ کې په بشپړ ډول د شخړو ختمول دي.
په دغو شخړو کې د ٢٠١٤میلادي کال له اپرېل مياشتې ٩زره او ٧سوه ۵٠ کسان وژل شوي دي.
نوموړې زیاته کړه: "کله چې په اوکراين کې د روسيې د فعاليتونو په تړاو پر دغه هېواد د بنديزونو مسئله په بريتانيا پوره ارتباط پيدا کوي؛ موږ وضاحت ورکړى چې غواړو د مينسک موافقه په بشپړ ډول عملي شي، زموږ په باور دغه بنديزونه بايد تر هغو دوام ولري چې د مينسک موافقه په مکمل ډول عملي شوې نه وي، موږ په دې باب په اروپايي ټولنه کې هم خپل استدلال ته ادامه ورکړې ده."
خو بلخوا ځينو جمهوريپالو سناتورا له دې ډلې جان مککين او راب پورتمن ويلي، د بنديزونو د لېرې کېدو د تصميم په صورت کې به هڅه وکړي پر روسيې د بنديزونو طرحه په قانون بدله کړي.