د کابل ښار پنځوس فیصده موټر جعلی اسناد لری، څنګه یی مخه ونیسو؟

نن سبا اکثر خلک او حکومتی چارواکی پدی خبر دی چی د کابل ښار او د هیواد په کچه پنځوس سلنه موټر جعلی اسناد او پلیټونه لری خو مربوطه دولتی چارواکی یی د مخنیوی لپاره ځکه معیاری اقدام نه پورته کوی چی بیا به لدی لاری د دوی عایدات بندی شی چارواکی، زورواکی او وکیلان به ونشی وکولای چی له غیر قانونی موټرو څخه ګټه پورته کړی. د د لپاره چی د افغانستان اسلامی جمهوری دولت یو معیاری او په اوسنی عصری ټیکنالوژی سمبال ترافیکی سیسټم ولری موږ له دوی سره یوه اسنانه طرحه شریکوو چی لدی سره به د هیواد په کچه د غیر قانونی او بی اسنادو موټرو مخه ونیول شی او د ترافیکی پیښو په وخت کی به تری موثره ګټه پورته کیږی:
· د ترافیکو ریاست باید په نوی ټیکنالوژی سمبال کمپیوټری سافټ ویر (Software) (Public Vehicles Registration Database) جوړ کړی او د هیواد ټول دولتی، غیر دولتی او عامه موټر ثبت کړی او د ترافیکو مخصوص ساحوی او اداری چارواکی باید ورته انلاین لاس رسی ولری تر سو د اړتیا په وخت صرف د موټر نمبر پلیټ په داخلیدو سره ټول اړین معلومات لاس ته راشی لکه د موټر ثبتولو تاریخ، تمدید، د موټر مالک، ادرس او داسی نور معلومات، له انلاین سیستم څخه د کټی په اخیستلو به د هیواد په کچه د غیر قانونی موټرو مخنیوی وشی، د پیخو په وخت کی به زر معلومات لاس ته راځی، د قانون څخه د سرغړونی به مخنیوی وشی.
· د ترافیکو ریاست باید ټول لیسنسونه (Driving License) انلین ثبت کړی او مخصوس ترافیکی چارواکی د ضرورت په وخت کی ورته د واټونو په مخ کی لاس رسی ولری، له انلین سیستم څخه د ګټی په اخیستلو به ترافیکی چارواکی په اسانه وکولای شی له ټولو هغو ډیرورانو سره قانونی چلند ترسره کړی چی قانون یی تر پښو لاندی کړی وی.
· د ترافیکو چارواکی باید د واټونو په مخ یو ډول واړه کمپیوټرنو (Traffic Tablets) ته لاس رسی ولری تر سو د ترافیکو انلاین سیسټم ته د داخلیدو سره وکولای شی د موټرو او ډریورانو معلومات په چټک ډول په څو سانیو کی تر لاسه کړی.
· په کابل ښار کی هیڅ ډول ترافیکی لارښودنی بورډونه نه لیدل کیږی د ترافیکو ریاست باید د عامه پوهاوی لپاره د ښار په کوډ ګوډ کی د ترافیکو قانون لارښود لوحی بندی کړی
· د ترافیکو ریاست باید د کابل ښار په ټولو واټونو کی عصری ترافیکی اشاری فعاله کړی چی اوس د ټول کابل ښار په کچه صرف څلور پنځه ځایه په غیر معیاری ډول لیدل کیږی.
· د ترافیکو ریاست او نوره دولتی اداری باید په هیڅ دلیل له پنځو کلو زړو موټرو ته د واردیدو اجازه ورنکړی.
· د ترافیکو ریاست باید ټول هغه موټر په ښار کی بند ګړی چی له ۱۵ کلونو ډیر استفاده شوی وی.

د ملی پرمختګ ټولنی ځوانان