یو وخت کابل ښایسته او تازه هوا لرونکی ښار وو خو بد بختانه چی اوس له ډیرو اړخونو په خرابیدو روان دی، کابل د نړی یو له ککړو او خرابی هوا لرونکو پلازمینو له ډلی څخه شمیرل کیړی چی ګڼ شمیر اوسیدونکی یی له جدی روغتیایی ستونزو سره مخ دی. د کابل ښار د اساسی ستونزو پړه په ټوله معنا د دولت په غاړه ده ځکه دولت په تیرو پنځلسو کلونو کی ندی توانیدلی چی یو منظم ماسټر پلان ولری، د چارواکو، زورواکو او خلکو لخوا د دولتی او عامه ځمکو چور او غضب مخه ونیسی، د ښار پاکولو منظم سیستم ولری، د خپلسرو ودانیو مخنیوی وکړی او داسی نور. د دی لپاره چې يوه عصري، پر مختللې او په پاک چاپیریال سمباله پلازمينه ولرو مونږ يو څو عصري او اسانه وړاندیزونه له خپلو حکومتي چارواکو سره په لاندی ډول شریکوو:
د کابل ښار یوه لویه اصلی ستونزه د محدوده دولتی استوګڼی ښارګوټی دی پداسی حال کی چی کابو دوه میلونه خلک د شخصی کورنو نلرلو ستونزو سره مخ دی او د چور ځمکی یو غنیمت کڼی د کابل ښاروالۍ او نوره ټولی هغه اداری چی مسولیت ورته په کوته کیږی د رهايشي نمرو، آپارتمانونو، صنعتی او تجارتی ځایونو ويش د هر څه چټک په مناسبه بیه پيل کړي تر څو د دولت او عامه ځمکو غضب مخه ونیول شی، پداسی حال کی چی دولت په مناسبه بیه خلکو ته د استوګنی نمرو، اپارتمانونو او تجارتی ځایونو ویش پیل کړی ولس به کله هم د غضب ځمکو ته په مفته بیه زړه ښه نکړی. که دولت د خپلو ځمکو ویش د ماسټر پلان مطابق پیل نکړی لری به نه وی چی په لنډه موده کی به دا پاتی ځمکی هم د زورواکو، چارواکو او خلکو لخوا غضب شی.
په عاجل ډول د په هغو ځمکو چې غضب شوې دي عامه خدمتونه ودرول شي لکه سرک ،کلينک، برق او داسې نور او دغه مصارف د د دولت لخوا د ماسټر پلان مطابق ویشل شوی ښارګوټو کی ولګول شي. پدی کار سره به د خلکو مخه د غضب شوو ځمکو څخه راوګرځی او د عصری ژوند په لور به یی مخه شی.
د کابل ښار د هرې ناحیې د پاکوالي او چاپیریال ساتنی دنده دې د يو خصوصي شرکت سره تړون شي او ښاروالۍ دې صرف د نظارت دنده په غاړه واخلي.