ډنګر فکر وکړئ!

اوس مهال ډېری وګړي د یو مناسب او یو څه ډنګر اندام غوښتونکي دي او لېوالتیا یې هم لري. روان پېژندونکي باور لري، چې دغه ډول څه هغه وخت شوني کېدای شي، چې ډنګر فکر وکړئ.
یو له هغو مناسبو او ازمویښت شوو لارو څخه، چې د خپلې خوښې او تمې وړ د ډنګرتوب ذهني انځور، چې کوم لرئ ورته ورسېږئ دغه دی، چې د هغه چا د قد بشپړ انځور واخلئ، چې غواړئ د هغه په څېر اندام ولرئ، د انځور سر ترې بېل کړئ او د خپل انځور سر د هغه پر ځای سرېښ کړئ.
دغه انځور په خپل کنګلځي یا یخچال باندې سرېښ کړئ او د دې تر څنګ ځینې نورې کاپۍ یا نخسې یې هم چمتو کړئ او د کور دننه یې هغه ځای، چې ستاسو خوښه او تر ډېره ورسره مخامخ کېږئ سرېښ کړئ.
هر ځلې او هر کله، چې خپل انځور سره له یو ښکلي او مناسب اندامه ووینئ ستاسو نیمه هوښیار ذهن به هغه په سمه توګه ثبت کړي، په ټوله کې به مو ځان ته پام شي، چې د خوراک کچه مو کمه او د ورزش کچه مو ډېره شوې ده. ستاسو داخلي او بهرني واقعیت به ډېر ژر ستاسو له داخلي انځور سره برابر او همغږی شي.
دغه احساس او فکر کولو له ډېرو کسانو سره خورا زیاته مرسته کړې او هغه د خپلې خوښې مناسب اندام او جسامت یې په لاس راوړی دئ.
او د هغه ډېر چاغښت، ډېر وزن او له بېلابېلو ناروغیو څخه یې په ښه توګه دهمدې لارې له مخې مخنیو ی کړی دئ.