ټرمپ او پوتین به نن ټیلفوني خبرې وکړي

ټاکل شوې چې د امریکا متحده ایالتونو د نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین ترمنځ نن (شنبه) ټیلیفوني خبرې وشي.
د روسیې خبري اژانس ایټرتاس دا خبر د کریملن د ویاند دیمیتري پېسکوف په حواله خپور کړی دی.
دا به د متحدو ایالاتو د ولسمشر په توګه د ټرمپ د کارله پیل راهیسې، د دواړو مشرانو ترمنځ لومړۍ ټلیفوني خبرې وي.
دیمیتري پېسکوف ویلي، په دې اړه چې ټرمپ او پوتین به څه وخت سره وګوري، هېڅ ډول معلومات نه لري.
د کریملن ویاند د تېرې اونۍ په پیل کې ویلي وو، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا او روسیې د ولسمشرانو د ټلیفوني خبرو پرپلان له واشنګټن سره په تماس کې دی.
د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ هیله څرګنده کړې چې له مسکو سره د واشنګټن ترینګلې اړیکې به ښې شي.
سپینې ماڼۍ ویلي چې ډونالد ټرمپ د افراطي اسلام پالو او تروریستي ډلو د ماتولو ژمنه کړې او امریکا به دې هدف ته د رسېدو لپاره، د اړتیا په صورت کې ګډ او شدید پوځي عملیات وکړي.