ناپوه مه وژنئ، ناپوهي ووژنئ:   

اوس هغه وخت  رارسیدلی چې خپلو سیمو کې د ناپوهی پرضد کلکه مبارزه وکړو او ولس تعلیم ته وهڅوو.
زموږ د هیواد وروسته پاتې کیدل، جګړه، اقتصادي ستونزې او د نورو ناخوالو رامنځته کیدو یوازینی لامل تعلیم ته نه لاسرسی ده چې په تیرو څلورو لسیزو کې زموږ هیواد ورسره لاس او ګریوان دی.
نو د دې ستونزې د حل لپاره موږ کولای شو چې لومړی یې له خپله ځانه پیل کړو او خپلو سیمو کې هغه کورنی چې خپل ماشومان ښوونځي ته نه استوي دې ته و هڅوو چې خپل ماشومان ښوونځي کې شامل کړي او په دې سره مو لږ تر لږه هغه خپله ایماني دنده ترسره کړي وي.
موږ کولای شو په ‌‌‌‌‌‌ډیرې اسانی سره د ټولنیزو شبکو له لارې هغه کسانو سره اړیکې ونیسو چې په سیمو کې یې کورنی خپل اولادونه ښوونځیو څخه په بیلابیلو پلمو محرومه وي او د راتلونکي فکر یې نه وي ورسره . که موږ  له داسې چاسره چې د پوهنې د ودې  لپاره لیوالتیا ولري د پوهنې د ودې لپاره پر حل لاره یعنې کمپاین خبرې وکړو نو ‌‌‌‌‌‌ډیرې هغه کورنی به دې ته وهڅوو ترڅو خپل اولادونه ښوونځي ته واستوي.
افغانستان کې ‌‌‌‌‌‌ډیری سیمې شته چې اوسیدونکي یې د عامه پوهاوي نشتون له امله تر دې دمه له تعلیمه بې برخې پاتې دي او عامه پوهاوي ته اړتیا لري.