د خوشال بابا فکري بهير ۱۷۰ اوونيزې غونډې خبرتيا

قدرمنو دوستانو السلام عليکم!
دا اونۍ د خوشال بابا فکري په اوونيزه غونډه کې د قران پاک د ايتونو د تلاوت او  حديث شريف د ژباړې تر څنګ ډېر مهم او په زړه پورې موضوعات په پام کې نيول شوي دي.
ښاغلي اسدالله ساحل د « طالبان د خدای لښکر په غلطه جګړه کې» مشهور اثر ژباړلی، چې مهم ټکي او لنډيز به يې د کره کتنې په ډول له تاسو سره شريک کړي.
ښاغلی ډاکتر منقاد الرحمان رودوال به تر ۲۰۳۰ کال پورې د افغانستان او نړۍ پرمختيايي موخې تاسو ته د پرېزنټېشن په بڼه وړاندې کړي. پائيدونکې پرمختيايي موخې په نړيوال سياست کې ډېر اهميت لري او پوهېدل يې زموږ لپاره اړين دي. هيله ده چې دې غونډې ته ډېر دوستان درسره خبر کړئ، چې هغوی هم له دغو ګټورو مالوماتو برخمن شي.
وخت: پنجشنبه د سلواغې ۷، ماسپښين دوه نيمې بجې
ځای: له پل محمود خان څخه د شش درک پر لوري ښي لاسته لومړۍ کوڅه، په کوڅه کې ښي لاسته درېيم کور
 
په ډېر درنښت