په یوالي سره له ځانونوڅخه دټولنې دپرمختګ لپاره پوښتنې وکړئ

یوالی، اتحاد، اتفاق دټولوانسانانولپاره ترهرڅه دټولنې دپرمختګ اوموخوته درسیدولپاره تربل هرکارضروري دی ځکه چې په یوالي سره یوه متحرکه ټولنه رامنځ ته کيږي داهغه څه دي چې ټولنې ته په حرکت ورکولوسره پرمختګ ورکولی شي دپس پاتې ټولنې لپاره دزیاتوپرمختګونواواسانتیاوسبب ګرځي ناخوالواوتکلیفونوته دخپلو هلوځلوپه اندازه دپای ټکی ږدي دنوي نسل ځوانانوڅخه هیله لرم چې نوردغفلت له خوبه راویښ  په کلیو،بانډوکې اوښارونوکې  خپل ړنګ بنګ کتارونه راټول کړي، ترڅوخپل پیاوړی ذهن اوسترګې دپرمختګ په لوري دحرکت کولونښان برابر اوپردیو نښانونواولارښوونوته رخصت ورکړي په دې سره خپل ځانونوته متوجې شي له خپل وجدان څخه لاندې پوښتنې وکړي

  • ټولنه مو په کوم حالت کې قرار لري؟
  • څنګه مو ټولنه اودټولنې وګړي له ګتې زیات په تاوان کې روان دي؟
  • څنګه مودټولنې دوګړو علمي کچه له نوروټولنوسره برابره نه ده؟
  • ولې مودټولنې د وګړوفکرونه دنن ورځې له اندیښنې سره دسبا ورځې اندیښنې نا آرامه ساتي؟
  • ولې موپه ټولنه کې وګړي  له نن سره سره سباورځ هم په ویره اوډارکې دژوند سخت پړاوونه تیروي؟
  • ولې موپه ټولنه کې ورځ تربلې وینه تویېدنه زیاتیږي ؟
  • ولې موپه ټولنه کې زلت دعزت ځای راته نیولی؟
  • دا اودې ته ورته په زرګونه پوښتنې اوګیلې  دنوي نسل دذهن اوفکر په چاپیریال کې قرارلري ددې سره سره موهم ټول کړه وړه اوحرکات دښکلي ژوند په محوردمنفي جهت په لوري دحرکت په حال کې روان دي  اوخدای خبرچې کله به له دې زیانمن اوبې ګتې لوري په مثبت اوګټورلوري راګرځو په هرڅه پوهیږو کونډه پيژنوخوحقوق یې نه ادا کوو، یتیم ماشومان په زرګونو وینوخوحقوق یې نه وینو له غریبانوخوښارونه ډک دي اوپه سلګونوداسې نورمثالونه.... شته خو
    تشریفاتي کارونه موسخت خوښیږي اوځان ښودنه موله نوروهیوادونوڅخه په را انتقال شوي کلتوراورواج سره مخ پروړاندې روانه ده، دتکلیف اوذهني فشارمهمه نقطه مو په غریبۍ کې له مالدارو اوفیوډالانو سره دخارجي رواج په هره برخه کې ځان برابرول دي
    چې آخرپه ځان دا ټوکې ټکالې هم کوو یوچا لیکلي و وایي دکابل دخلکو لپاره میلمه سم دتوغندي په څیر مرمۍ ده دپښتنو حجرو اومیلمه پالنې ته په کتوسره دتشویش خبره ده
    سمبولیک حرکتونه مو دومره زیات شوي چې هروخت یې دهیواد دهرپرمختګ مخه ډپ کړې ده دهیواد نا لوستي کسان موددې کسانوپه  جاهلانه قضاوتونو ډیر ژرښکاراو غولیږي  نوراځي دې ستونزو اومشکلاتوته دپای ټکی ورپه برخه کړو ، راځۍ لومړی دسیمې امنیت ورپسې دځوانانوجذب ښوونځیواوپوهنتونونوته زیات کړو په جز باندې کل ته بد نظر ونه کړو اوپه دې ترتیب سره شته مشکلات له منځه یوسو له توجه اولوستلوڅخه مو دونیا مننه هیله ده هر افغان د دین وطن دآبادۍ اوساتنې لپاره په ایماندارۍ کاراودنده ترسره کړي
    په درنښت د یوپیاوړي اوپرمختللي راته ګران افغانستان په هیله
    احسان الله هلال
    کابل ۱۳۹۵/۱۱/۴