
د شپې ۳:۲۰ بجې. بیننسیوان د جنرال عظیمی سره د هوایي ډگر نه راورسید. اونۍ د مخه د هند د سفارت سره په اړیکه که شوی و تر څو نجیب ته د سیاسي پناه ورکولو غوښتنه وکړي. زموږ په اټکل موږ دوه ساعته نور وخت د سهار تر رڼا پوري، کله چې د ملگرو ملتو سیمه ییزه کارکوونکي دفتر ته راځي، درلود. او هغه وخت به ټول ښار او ټوله نړۍ خبره شي چې څه پیښ شویدي.
د سهار ۴ بجې. بیننسیوان د پاکستان سفارت عمومي مدیر ته زنگ ووهه تر څو د مجاهدینو سره د اسېپن جوړ کړي په کوم کی چې د نجیب بهر ته د خوندي تگ په بدل کی، د کابل د واک چارې یوې نظامې شورا ته د جنرال عظیمی په مشرۍ سمدلاسه وسپارل شي. او بیا به دغه نظامي شورا واک بیطرفه شورا ته وسپاري. بیننسیوان غواړي د قدرت انتقال په سولیزه توگه، لکه څنگه چې پدې وروستیو کی په شمالي ښارونو کی پای ته ورسید، تر سره شي. بیننسیوان په تیلفون کی عمومي مدیر ته د نظامي شورا د غړو نومونه اخلي.
د سهار ۴:۲۰ بجې. د نظامي شورا مفکوره مخ په ړنگیدو ده. بیننسیوان د عظیمی سره بیا خبرې وکړې. هغه خلک چې د عظیمی په نوملړ کې وو، ځینې یې تښتیدلي او ځینو یي پخپله د بل چا سره خبره جوړه کړې ده.
سهار ۴:۳۰ بجې. بیننسیوان په نیویارک کی جیانیي پیکو Gianni Picco ته زنگ وهي او د پیښو نه یې خبروي. بیننسیوان خپله اندیښنه چې ښایي د ملگرو ملتو په دفتر حمله وشي جیاني ته څرگندوي او په شفري بڼه وایي،" پېټي مو تسلیم نشو کړی. مونږ سره یو ساعتي بم دۍ. دا خلک قصابان دي." په همدغه سهار په نیویارک کی د ملگرو ملتو عمومي منشي بوتروس غالي Boutros Ghali په یوه خپره شوې وینا کی په کابل کی د اپریل په پنځلسمه شپه ) چې سبا ته شپاړسم د اپریل کیږي( د پیښو په هکله خپل خپگان څرگند کړ. او زیاته یې کړه چې تمه لري د ملگرو ملتو د کارکوونکو خوندیتوب ته درناوۍ وشي او د خپلو دندو د ترسره کولو په وجه، دوی ته د هیواد نه د وتلو او ننوتلو اجازه ورکړل شي. د سهار ۴:۳۵ بجې. د هند شازدفیر راورسید او وایي چې فکر کوي نجیب ته به د هند په سفارت کې پناه ورکړی شي خو دی باید د نوي دهلي سره په دې هکله وغږیږي او بینسیوان باید په رسمې توگه دغه غوښتنه د هند د سفارت څخه وکړي.
نور بیا