هوایی ډګر ته د ډاکتر نجیب د تګ مخنیوی او وروسته یی د ملګرو ملتو په دفتر کی د پناه اخيستنې بهیر

د ملګروملتو یو لوړپوړۍ چارواکۍ فیلیپ کوروین Philip Corwin چې د بینانسیوان سره یو ځاۍ په افغانستان کی د سولې په هلوځلو کی او په سوله ایزه توکه یوې بی پلوه شورا ته د ډاکتر نجیب ا د حکومت څخه د واک د انتقال په چارو کی دخيل وو، په افغانستان کی د ملګروملتو د دغه ناکامه ماموریت په هکله د Doomed in Afghanistan کتاب ليکلۍ. د کتاب دوهم څپرکۍ اس م آباد ته د لیکوال د راتګ څخه پیل کیږي چیرته چې لیکوال د بینانسیوان سره یو ځاۍ د بی بیلو کسانو او نورو هیوادو د استازو سره ګوري او د سولې په هکله د مجاهدینو د مشرانو د دریزونه په هکله ځان خبروي. دلته لیکوال د رباني دریز هم یادوي کوم چې په اس م آباد کی رباني د امریکا سفیر ته په ډاکه کړی وو او هغه دا چې ربانی په هغه شرط د ملګروملتو د سولې پ ن مني چې د افغانستان امنیتي ځواک منحل شي. ورپسې لیکوال کابل ته ځي او هلته د افغانستان څخه د ډاکتر نجیب د وتلو په چارو کی ونډه اخلي. لیکوال دلته د پیښو ټول بهیر په تیره بیا د هغه شپې بهیر چې ډاکتر نجیب د هوایی ډرګر په لور خوځيږي، ساعت په ساعت بیانوي. لیکوال دغه څپرکۍ اس م آباد ته د خپل بیرته تګ په هکله پاۍ ته رسوي. ما دغه څپریکۍ د نوموړې شپې څخه تر پایه وژباړه، او دا ده ستاسې سره یی شریکوم. غواړم د اغلې اليزابت ماسیلي Elisabeth Maselli د روکترز یونیورسٹی Rugters University Presse د مطبعې معاونه او د چاپ د حقوقو مدیره، څخه مننه وکړم چې د دغه څپرکي د یوې برخه د ژباړې او په روهي کی یی د خپرولو اجازه راکړه. د دغه څپرکي په لوستلو ما ته دوه پوښتنې پیدا شوې او ومې غوښتل د اغلې اليزابت په مرسته د لیکوال څخه ځواب تر لاسه کړم خو اليزابت په ځواب کی راته ولیکل چې فیلیپ کوروین په ۲۰۰۹ کی مړ شو او دوۍ نور داسې څوک نه پیژني چې زما پوښتنې ځواب کړي. دغه دوه پوښتنې می د ژباړې په پاۍ کی لیکلې دي.
///////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////////
زه ویده وم او څه خوب مې لیده. د تیلفون زنگ راغی خو زه تیلفون نشم پیدا کوی او دا می هیر دي چې دگرو پس وچ چیرته ده او هیڅ نه پوهیږم چې زه چیرته یم.کله مې چې تیلفون پیدا کړ، د اونی Avni غږ مې وپیژنده او راته وایي چې موټر یې په ما پسې راولیږه تر څو ما د ملگرو ملتو مرکزي دفتر ته ورسوي، نو زه باید زرتر زره ځان چمتو کړم. ما په مخ څو لپې اوبه واچولې تر څو سم ویښ شم. خپل پیژندکارت، د یادداشت کتابچې او څو قلمه مې مخکې تر مخه ځان سره واخیستل تر څو هیر می نشی.
د شپې ۱:۳۰ بجې . د ملگرو ملتو موټر راغی او موټر چلوونکي زه د ملگرو ملتو مرکزی دفتر ته ورسولم. د دغه ځای نه مونږ سمدستي د نجیب کور ته روان شوو او په څو دقیقو کی هلته ورسیدو. د نجیب تیره خړه دریشي ، لکه د یو ښاغلي دریشی، چې عمودي لیکې یې لرلې په ځان کی وه او اندیښمنه موسکا یی کوله. د ده سره یې ورور، یو ساتونکی ، یو خدمتگار او جنرال توخي، د جمهوري ریاست د دفتر مشر، او د هغه میرمن او درې بچیان )دوه لورانې او یو زوی( هم وو چې ټول د نجیب په گډون ۹ کسه کیدل. مونږ کوټی ته د ننه شوو. جنرال توخی او اونی د نجیب په وینا، چې رسما به پکی د وعدی سره سم خپله استعفا اع نوی، کار پیل کړ. دوۍ د څو ورځو راهیسی پدغه وینا کار کوي، اوس دومره وخت نه نیسي، ډیر زر به یي بشپړه کړي. په داسی حال کی چې دوۍ په وینا کار کوی، زه د نجیب سره ناست یم. د ده احساسات په خپله گوډه ماته انگلیسی ژبه ماته سم څرگندیږی. که څه هم نجیب اندیښمن دی خو داسی ښکاري چې اندیښنه یی د ویرې نه بلکه د خپگان څخه ده. د ۍ غواړی چې یو ځل بیا خپله قضیه ما ته ووایي. دۍ په دې خپه ده چې د افغانستان نه ځي، د هغه هیواد نه چې په ده گران ده، ده ترېدفاعکړی،دۍپهکیزیږدلیاوهغه هیواد چې ممکن د ده بچیان به په کی ستر نشي او هغه هیواد چې ممکن هیڅکله یی بیا ونه ویني. او نجیب په غصه ده. زه پری پوهیږم. داسی په غصه ده لکه یو توپان، یوه زلزله چې د گاڼو په بکس کی بنده وی او د چاودنی انتظار باسي. هغه د افراطیانو، ځنگلیانو، دسیسه کونکو او مذهبي بنیادگرو له سه هیواد پریږدي. د افغانستان په حق کی فیوډا نو او د منځنۍ پیړیو جنگسا رانو د پردیو په غوښتنه خیانت وکړ. ماضی راتلونکی وخوړله. دۍ د کمان یا طاق هغه تیږه ده چې ټول کمان یی ټینگ یو ځاۍ ساتلی، دا کمان افغانستان ده چې ، ممکن ډیر په چټکی، پر مخ روان وو. او اوس نجیب ویریږی چې هیواد به د انارشۍ په لور روان شي. هیواد به بیرته شاته ړ شي. نجیب ماته وایي چې ده ډیر ځلې ښاغلې بیننسیوان ته ویلي چې دۍ به هر څه حتی خپل ځان هیواد ته د سولې په راوستلو کې قربان کړي . دۍ پوهیږي چې افغانان د جگړې پاۍ غواړي خو ځینې افراطي عناصر د ملگرو ملتو د سولې د پ ن ضد دي. هغه ډاډه ده چې یوه ورځ به دغسې خلک تجرید شي او افغانستان به بیا یو آزاد او خپلواک هیواد شي . زه ورته وایم چې زه هیله لرم چې ملگري ملتونه به د نورې وینې تویدنې د مخنیوي توان ولري . دۍ د خپلو بچیانو او میرمنې په هکله غږیږي . دوۍ په نوي دهلي کی دي. نجیب د دوۍ د لیدو لیوال دې. ] زه د خپل بچیانو په فکر کی شوم. دوۍ مې څومره ډېر یادیږي، خو زه ډاډه یم چې دوۍ به ووینم.دا به څومره سخته وي چې سړي سره دغه وېره وي چې بیا به هېڅکله خپل بچیان و نه ویني؟[ .
زه نجیب ته وایم چې ده ښه کار وکړ چې ځان ېې د سیاسي پروسې نه وایسته. زه هیله لرم چې خلک د ده دغه کړنې ته د قدر په سترگو وگوري. نجیب وایي کله چې ده وارویدل چې زه کابل ته رسیدلۍ یم، ډیر خوښ شو. دا یو ښه شاگوم وو. دی زما د لیدنې په تمه وو. نجیب د خپل ځاۍ نه و ړیږي او سراته نیسي.زههمدخپل ځاۍ نه و ړیږم او س ورکوم. نجیب ما ته ټینگه غیږ راکوی. ] کابل ته زما راتگ، افغان دولت او نورو ذیدخله نړیوالو ته په افغانستان کی د امریکا د ع قې اخیستنې او په ځانگړې توگه د افغانستان لپاره د ملگرو ملتو د سولې د پ ن څخه د امریکا د م تړ معنی ورکوله. که څه هم پاکستان کی د امریکا سفیر د ملگرو ملتو د پ ن څخه خپل م تړ د مخکېنه څرگند کړۍ وو، خو په افغانستان کی امریکا تر اوسه سفیر نه درلود، نو دا چې د ملگرو ملتو یو لوړپوړۍ امریکایي مامور په داسی مهم وخت کی کابل ته راغلۍ، د دې څرگندونه کوله چې افغانستان ته د امریکا پاملرنه ډیره شویده. دا ما ته بی معنی وه چې ووایم زه کابل ته د ملگرو ملتو د مامور په صفت راغلی یم، چې حقیقت وو، نه د امریکا د استازي په صفت ، ځکه چې افغانانو دا نه منله. زه حتی پدې هم مطمئن نه یم چې بیننسیوان او د ملگرو ملتو نور کارکونکو هم زما دغه خبره منلې وۍ. د نړیوالې ټولنې ټولو غړو دا انگیرل چې د ملگرو ملتو هر مامور خپل دولت ته اړین معلومات ورکوي. د ملگرو ملتو هر کارکونکۍ ته، نارینه یا ښځینه، د جاوسوس په سترگو کتل کیدل، په خاصه توگه هغه مامور چې به په ډیرو ستراتیژیکو موضوعاتو کی ، لکه جگړه، دخیل وو او په یقین سره ځینې کارکونکي همداسی وو خو ما پخپله په داسی خبرو خپل وخت نه ضایع کولو او نورو چې هره انگیرنه لرله، ما یې پروا نلرله.[ اونی د هغه کوټی نه چې د جنرال توخی سره ناستو و راځي او وایي چې هوایي ډگرته د تگ وخت دی. توخی به د وینا په هکله د نجیب سره په ره کی خبرې وکړی، نجیب وینا مخکی لیدلې ده نو په وینا کی د غټو بدلونو اړتیا نه وه. د شپې ۱:۴۵ بجې. بکسونه مو په گاډو کی کیښودل. په درې گاډو کی مو د هوایې ډگر په لور حرکت وکړ. د ړی گاډي په مخکني سیټ کی زه د ډن کوریک Dan Quirke, د ملگرو ملتو آیرلندۍ اداري مامور، سره ناست یم. مونږ په یو ټیوټا لندکروزر کی ناست یو. گاډۍ ډن کوریک چلوي. د نجیب خدمتگار او ساتونکی د کلشینکوف سره د شا په سیټ کی ناست دي. دوهم گاډۍ سیدان Sedan دی او اوني یې چلوي. جگړن نولن Nowlan مخکې او نجیب یی د ورور سره په شا کی ناست دي. دریم گاډۍ یو ټیوټا میني بس دی چې تورن پیټر بایر Peter Beier ، د ملگرو ملتو یو دنمارکۍ منصبدار، یې چلوي او جنرال توخی او کورنۍ یی په کی ناست دی. موږ د څو ت شیو نه د شپې نوم په ورکولو تیر شوو. د شپې نوم موږ ته په هغې ورځ د غرمی نه ورورسته د ملی امنیت وزیر راکړی وو. بیننسیوان د کابل هوایي ډگر ته د ملگرو ملتو په الوتکه کی رارسیدلی او مونږ ته د الوتکې د ننه په انتظار دی. ] زه ډیر په شک کی یم چې بیننسیوان به د پنځلس کسیزه بې طرفه شورا غړي ځان سره راوستي وي . ړنۍ پ ن داسی وو چې د
دغه شورا غړي به د کابل څخه د نجیب د وتلو سره سم کابل ته راوستل کیږي. په دغه ترتیب به د قدرت انتقال ترسره شي او د قدرت د خ څخه به مخنیوی وشي خو دا چې بیننسیوان په نیمه شپه کابل ته راځي، داسی بریښي چې دا پ ن شنډ شوی دی. زه د وارخطایی احساس کوم.[ کله چې مونږه آخرۍ ت شی ته ورسیدو، مونږ ته د تیریدو اجازه نه راکول کیږي. د شپی نوم چې مونږ په تیرو پوستو کی ترې کار واخیسته، دلته ناڅاپه د اعتبار وړ ندی. کوریک څو ځلې د شپې نوم اخلي، خو سرتیري اجازه نه راکوي. کوریک یو څو کلمې په محلی ژبه د سرتیرو سره خبرې کوي تر څو دوۍ قانع کړي چې هر څه سم دي او په هر څه هوکړه شوېده، خو سرتیري نه قانع کیږي. کوریک د سرتیرو سره په ټوکیزه بڼه د خبرو په حال کی ورو ورو گاډی داسی مخته بیایي لکچې په چکر اوبغاړې ته روان ده او غواړي د ساحل په پارک ځاۍ کی خپل گاډی ودروی. کوریک سرتیرو ته وایي، دا خو کوم سخت کار نده. اجازه راکړئ چې ړ شو. خو سرتیري د خپل ځایه نه خوځیگي او د دوې تندي ورو ورو تریو کیږي . دوې درې څلور کسه دي. د دوۍ څخه یو یې خپل ټوپک اوږی ته کوي. دوۍ سم نه لیدل کیږي ځکه نیمه شپه ده او یوازینۍ رڼا زمونږ د گاډو د څراغو ده. آسمان هم وریځ ده. زه کوریک ته زارۍ کوم چې ودریږي، چې بریک ونیسي. زه ورته وایم چې دوۍ ټوکې نه کوي، دوۍ به ډزې درباندې وکړي. کوریک یو د هغه زړورو آیرلندیانو څخه دی چې زه د نړۍ په سوله ساتي عملیاتو کی ورسره آشنا شوی یم. دوۍ داسې د خطر په لور روان وي لکچې فقط په یوه غونډیۍ خیژي، لکچې یوازې لږ نور زیار ته اړتیا ولري چې د غونډۍ سر ته ورسیږي. کوریک گاډی دروي او وایي چې د دوی بل شانته یونیفورم په ځان کی ده. "مقصد د څه ده؟" " د دوی یونیفورم د هغه سرتیرو، چې په تیرو پوستو کی مو ولیدل، په شان نه ده." "یعنی څه؟" " یعنی دا چې یا دوی خاص د هوایي ډگر سرتیري دي او یا دا چې هوایي ډگر د بل چا سته ورغلی." زه وایم ، " نو په مونږ باندی چل شوۍ." کوریک وایي، " ممکن." د نجیب ساتونکۍ د گاډي څخه د ک شینکوف سره ښکته کیږي. کلشینکوف یې په اوږه اچولۍ ده. دۍ د سرتیرو سره ناندرۍ وهي ، په دوۍ چغیږي. جگړن نولن د گاډي نه ښکته کیږي چې په حال پوه شي. اوني هم ښکته شو. د سرتیرو سره جراو بحث نکوي، یوازی غوږ یی نیولی. دا جنجال او په یو بل باندې چیغې شا او خوا پنځه دقیقې دوام کوي. زه غواړم چې د دوۍ د سو حرکات ووینم خو تیاره ده سم نه لیدل کیږي. په همدی وخت کی اوني د بیننسیوان سره، چې په هوایي ډگر کی د الوتکی د ننه دی، اړیکه نیولې. دوۍ په موبایل کی غږیږي او په ترکي ژبه خبری کوي.
اوني مونږ ته راغی تر څو مونږ د وضیعت نه خبر کړي. په پوسته کی لوړ رتبه سرتیری بریدمن دی. هغې دا ومنله چې خپل مشر ته چې رتبه یی تورن وه زنگ ووهي چې دلته راشي او د نجیب د ساتونکي سره خبری وکړي. د دوستم ازبک ملیشې هوایي ډگر نیولی او هیچا ته د تیریدو اجازه نه ورکوي. زمونږ د شپې نوم بې گټی ده. کیدای شي د وطن گوند د اجرایوي کمیټی کوم د کارمل، څوک چې د نجیب ډیر سخت رقیب ده او د نجیب نه مخکی اولسمشر وو، طرفدار غړي زمونږ پ ن چې د دوۍ سره مو پرې هوکړه کړې وه، دوستم ته افشا کړی وي. او یا لکه څنگه چې اوس نجیب استعفا کړې، دوستم غواړي قدرت په س کی ونیسي او اوس نجیب خپل اسیر وگڼي. څوک باید د ځینې انسانانو ځان غوښتنه او قدرت ته د رسیدو تنده ساده و نه گڼي. په هر صورت، دوستم هوایي ډگر نیولی تر څو د نجیب د تیښتې مخنیوی وکړي. هغه هوایي ډگر تړلۍ ده او داسې ښکاري چې دولتي سرتیرو د دوۍ په ضد جگړه ونه کړه. جگړن نولن مونږ ته مخکې ویلي وو چې د کابل دفاعي کمربند هسی یوه ټوکه ده. د دوستم ملیشه هیچا ته اجازه نه ورکوي چې په راتلونکي څلورویشت ساعتو کی هوایي ډگر ته ننوزي. بیننسیوان هم د الوتکې څخه نشي وتلی. هغه د ملگرو ملتو الوتکې د دروازې د بندولو امر کړی تر څو الوتکې ته د چا د ننوتلو او یا وتلو مخنیوي وشي . د بیننسیوان الوتکه ملیشو محاصره کړې ده.
یو تورن په لس دقیقو کی راورسید او ترخې ناندرۍ پیل شوې. دا خبرې ندي. دا د گواښونو او کنځاوو تبادله ده. مونږ ناست یو او ننداره کوو. پس د یو څه وخت نه دا منصبدار او د نجیب ساتونکی د خبرو لپاره نجیب ته ورغلل. د اوني د خبرو په نقل، نجیب دغه ته ورته یو څه وایي،" مونږ پریږده چې ړ شو احمقه . په هر څه هوکړه شوېده." نجیب یو دروند غږ لري چې حتی د گاډي د ننه څخه هم اوریدل کیږي. او نجیب پوهیږي چې ژوند یې په خطر کی ده. پس د دومره ډیرو کالو نه په افغانستان کی، پس د دومره ډیرو د مرگ غوښتنې چې په ده پسی دی، نجیب سمد سه پوهیږي چې که په تیښته بریالی نشي نو د ده تقدیر به څه وي. د تیرې لسیزې نه راپدیخوا او ممکن له دی نه هم وړاندې مرگ د نجیب دوامداره د رې مل او حتی د ده سره همرازه وو. خو تورن وایي چې د دغه ص حیت نلری چې نجیب ته اجازه ورکړي چې هوایی ډگر ته ړ شي او حتی که ده اجازه هم ورکو ۍ شوی، مونږه ټول به په هوایي ډگر کی ووژل شو ځکه چې د دوستم ملیشه هیچا ته هوایي ډگر ته د ننوتلو او وتلو اجازه په راتلونکي څلورویشت ساعتو کی نه ورکوي. کله چې دوۍ میدان په خپل بشپړ کنترول که ونیو نو بیا به دوۍ ځانگړو الوتنو ته د الوتو او ناستې اجازه ورکړي خو تورن ټینگار کوي چې اوس ازبکان له پوښتنې پرته په هر هغه چا ډزی کوي چې هوایي ډگر ته نژدې کیږي. پس د څو دقیقو شخړې څخه نجیب تصمیم نیسي. نجیب اوس د چا د تهدیدولو او یا د چا د خوښ ساتلو لپاره د څه ورکولو قوت، قدرت او متحدین نلري. نجیب پوهیږي چې دوۍ نشي کو ی چې نن شپه هوایي ډگر ته ړ شي. اوني د نجیب نه پوښتنه کوي چې که نجیب غواړي بیرته خپل هستوگنځي ته ستون شي. نجیب په ځواب کی وایي " نه"، کچیرته زه خپل هستوگنځې ته ړ شم ، ما به همدغه خلک، چې زما یې هوایی ډگر ته د تگ مخنیوی وکړ،
ووژني. نجیب ټینگار کوي چې یوازینۍ خوندي ځاۍ د ملگرو ملتو مرکزی دفتر ده او ملگری ملتونه مسولیت لري چې د ده ساتنه وکړي.
] داسې ښکارېده لکچې په همدغه شیبه کی، په همدغه ځای کی د قدرت خ په افغانستان کی د هغه لږ شته مرکزی حاکمیت ځای ونیوه. نو زه پدی نظر یم چې دغه پیښې ته باید د دغه وخت په تاریخ کی د پام وړ ارزښت ورکړل شي. په همدغه شپه، د هوایي ډگر نه د څو سوه مترو په واټن کی، د افغانستان برحال جمهور ریس نجیب ا - نجیب گاو- د انارشۍ لخوا خلع قدرت شو. پدغه هیواد کی د څو میاشتو راپدیخوا تر یوی اندازې انارشي شته وه خو تر دغه شپې پورې هیڅکله بر سې شوې نه وه. کیدای شي حتی د نجیب د هیواد څخه د وتلو نه هم انارشي راغلې وۍ او یا کیدای شي د نجیب رسمي استعفا او ناڅاپه تبعید په پیښور کی تنظیمونه دې ته هڅولي وۍ چې په بی پلوه شورا هوکړه وکړي. مونز به هیڅکله پوه نشو چې څه به پیښ شو يوۍ.خو په هغه څه چې پوهیږو دا دي چې د درې کالو راهیسې یعنی د روسانو د وتلو نه راپدیخوا د بې وزله افغانستان په فضا کی د انارشۍ خدایانو وزرې وهلې، نن شپه راښکته شول او کنترول یی په س کی واخیست. ورپسی څو کاله وروسته د منځنۍ پیړۍ یوه قاتله تش په نامه اس م پاله ډله چې پاکستان یی روزنه او پالنه کوله منځ ته راغله.[ اوني تر اوسه د بیننسیوان سره په اړیکه کی دی او هغه ته زمونږ په هکله چې څه پیښیږي معلومات ورکوي. د بیننسیوان الوتکه محاصره ده. هغه چیرته خوځېدۍ نشي. بیننسیوان بیا وایي چې ده د الوتکې دروازه بنده کړې تر څو ازبکان الوتکې ته د ننه نشي. ازبکان په سي بمونو تجهیز دي خو بیننسیوان فکر نه کوي چې الوتکه به په بمونو والوزوي ځکه دوۍ پوهیږي چې نجیب په الوتکه کی نشته. دوی هیڅ دلیل د الوتکې د الوزولو لپاره نه لري. ] خو دلته دومره منطقي شیان پیښ شوي ندي. او منطق، چې افغانستان یې د تاریخ په اوږدو کی په تکرار یوازی پرېښۍ ، په دغه شیبه کی هم شتون نه لري.[ د شپې په دوه بجو مونږ گاډي بیرته راگرځوو او د ملگرو ملتو مرکزي دفتر په لور حرکت کوو. ]حسنکاکړهمدتیرې شپیې)۱۴داپریل(پیښوپه هکله چې ما دلته توضیح کړې خپله شرح ورکړې ده. که څه هم د حسن کاکړ تشریحات ډیر د باور وړ ښکاري خو زه پدی ونه توانیدم چې تایید یې کړم. د اپریل په څورلسمه د ورځې په دوه بجو د دوستم ملیشې چې د الوتکو په وسیله کابل ته راوستل شوي وو په ښار کی موضع گانې ونیولې. هک او پک جمهور ریس نجیب ا د دفاع عالی شورا یوه بیړنۍ غونډه جوړه کړه او په دې هکله یې توضیحات وغوښتل. عظیمی او نورو پرچمیانو ورته ووییل چې دا ملیشه د گلبدین حکمتیار، چې خپلې قواوې یې د کابل په جنوب کی پر ځای کړې دي، د گواښونو په ضد د کابل د امنیت او دفاع په خاطر راوړل شوېده. دوۍ د نجیب ا نه دا هم وغوښتل چې دا په رادیو او تلویزون کی اع ن کړي او همدا راز په ۱۹۷۹ کال کی افغانستان ته د روسي پوځ د بلنې په وجه د ملت نه بښنه وغواړي. پداسې حال کی چې نجیب دوۍ ته د دغه کار د کولو خیال ورکړ، نجیب نیع د ملگرو ملتو مرکزي دفتر ته ړ او د هغه ځاۍ څخه یی د بیننسیوان نه، چې هغه وخت په اس م آباد کی وو، وغوښتل چې زرترزره کابل ته راشي. کله چې بیننسیوان راورسید، نجیب غوښتل چې د بیننسیوان سره یو ځاۍ بهر ته ړ شي، مگر هوایي ډگر د دوستم ملیشو تر کنترول ندې وو او نجیب ته یی د تگ اجازه ورنکړه.[
کله چې مونږ گاډي بیرته راوگرځول، زه سمدستي پوه شوم چې د نجیب د ناکامې تیښتې په هکله د پیښو پایلې د افغانستان د پولو نه اوښتې دي او په عمومی توگه د ملگرو ملتو د سوله ساتې عملیاتو سره تړاو لري. مونږه په بیشمیره توګه د نړۍ په لرې پرتو سیمو کی د سختو گواښونو سره مخ شوي یوو او بې له شکه بیا به هم داسې وشي. حقیقت دا دۍ چې ټوپک والو څو شیبې مخکې مونږ په ټوپک تهدید کړو. په یوه حساب مونږه تر یوې اندازې یرغمل نیول شوي وو. په یقین سره وایم، هغه گواښونه چې د ملگرو ملتو کارکونکي ) ملکي او نظامی( په سوله ساتي عملیاتو کی ورسره مخ دي، عامه خلکو ته نه ښکاري او نه دوی د قدر په سترگه ورته گوري. که څه هم د ملگرو ملتو نظامیان د دغسې عملیاتو لپاره روزل شوي او ملکي کارکونکي یې په خپله خوښه دغسې د خطر څخه ډکو دندو ته حاضریږي، خو که هر څومره سړی دغسې حا تو ته چمتو وي، د مرگ سره مخامخ کیدل همیشه ورته ویرونکی وي. د نوبل جایزې کمیټې د شنه خولو ) د ملگرو ملتو سوله ساتی ځواک( حق هغه وخت پر ځاۍ کړ کله چې یی دوۍ ته په ۱۹۸۸ کال کې د سولې نوبل جایزه ورکړه. د ملگرو ملتو د عمومي منشي نه پرته، تر اوسه د ملگرو ملتو هیڅ ملکي مامور د دوۍ د هڅو په خاطر ستایل شوي او یا نازول شوي ندي که څه هم د یوه ماموریت د مشر نه نیولې تر ټیت رتبه برقی مامور یا موټر چلونکي پورې، دوی اکثره وخت خپل ژوند د نړیواله ټولنې په خدمت کی په خطر کی اچوي. غربي عامه خلک په وار وار د ملگرو ملتو د کارکونکو په هکله د رشوت، لویو بودیجو، او مفت خورۍ کیسې
) ریښتیا او یا خیالي( اوري خو د دوۍ بیشمیره سته راوړنې او هغه مرگوني خطرونه چې دوۍ ورسره مخ دي د پامه غورځول کیږي. زه دا نه وایم چې دوۍ ته باید د سپیڅلي مخلوق په سترگو وکتل شي او یا د دوۍ نه د خپلې خوښې کرکټر لکه مومن خان، د مومن خان او شیرنۍ په کیسه کی، ترې جوړ شي. خو هغه درناوۍ چې دوۍ یې وړ دي، ډیر ورته کیږي، په ځانګړی توګه د واشنگ د لټانو لخوا څوک چې د خپل پور د ورکولو نه ډه ډه کوي، په وار وار د ملگرو ملتو په ځمکني عملیاتو کی د ونډې اخیستلو نه انکار کوي او هر ځل د هر امکان په پیدا کولو سره په بیځایه غرور د ملگرو ملتو په سوله ساتي عملیاتو گوتنیونه کوي. دریغۍ چې په کابل کی، د نیمې شپې په هغه شیبه کی چې څو هلکانو ټوپک مونږ ته مخامخ نیولي وو، یو څو با نفوذه د امریکا د کانگرس غړي مونږ سره وۍ، او ترجیحا ما سره د ړي گاډي په مخکنی سیټ کی ناست وۍ. ] که زه تیر ته نظر واچوم، دا واضح وه چې مونږ پدې نه پوهیدو چې دوستم به هوایی ډگر په هغه شپه ونیسي. لکه څنگه چې ما په سریزه کی لنډه یادونه وکړه، جي آني پیکو Gianni Picco د بیننسیوان سره په خبرو کی په دې هکله چې کله نجیب کابل پریږدی، داسی څوک به وي چې د قدرت خ ډکه کړي خپل تشویش څرگند کړی وو. پیکو د افغانستان په هکله
ډیر معلومات لرل. ده په هغه خبرو اترو کې چې په نتیجه کی یی روسي عسکر په ۱۹۸۸ کی د افغانستان نه ووتل گډون درلود. دا د ملگرو ملتو یوه ښه سته راوړنه وه چې د ملگرو ملتو د یوه ځیرک او تیز ژبي دیپلومات، دییگو کاردویز Diego Cordovez چې د اکوادور وو او وروسته د اکوادور د بهرنیو چارو وزیر شو، په دیپلماتیکي هڅو تر سره شوه. خو پیکو سربیره پر دې چې د ډیرو خلکو سره یې اړیکې درلودې، د دوستم په دغه نیت خبر نه وو. نجیب موږ ته یوه لویه ستونزه وه خو موږ یوازې نشو پریښوداۍ. زما په یاد دي کله چې زه د افغانستان څخه راغلم، ما په سیاسی چارو کی د عمومي منشي یو معاون سره، جیمز جونه James O. Jonah ، چې زما پخوانی مشر هم وو په خبرو کی وپوښتل چې ولې ملگري ملتونه د نجیب په وړاندې د اخ قي ژمنې د نه پر ځاۍ کولو احساس کوي پداسې حال کی چې هغه ممکن د خپلو زرگونو وطنوالو د وژنې مسولیت په غاړه ولري؟ جمیز جونه چې یو جگ د سریلیون افریقایۍ وو او په سیاسی ساینس کی یې د ایم آی تي څخه دوکتورا لرله په حوصله ماته د اخ قي او او سیاسیي ژمنې په منځ کی توپیر څرگند کړ. هغه ووییل چې ملگری ملتو هیڅکله د نجیب د پالیسو پلوي نده کړې. ملگرو ملتو هڅه کوله چې افغانستان ته سوله، ثبات او خپلواکي راولي. د نجیب د استعفا په بدل کی، هغه ته د افغانستان څخه د خوندي وتني ضمانت د دغه هڅو یوه برخه وه.[
د شپې ۲:۲۲ بجې. مونږ د ملگرو ملتو مرکزي دفتر ته ورسیدو. اوني تر اوسه د بیننسیوان سره په موبایل رادیو کی خبرې کوي. دوی په دوامداره توگه یو بل سره په اړیکه کی دي او په ترکي ژبه خبرې کوي. بیننسیوان پوه شو چې مونږه بیرته راوگرځول شوو او نجیب مونږ سره د ملگرو ملتو په مرکزي دفتر کی دی.
نجیب او جنرال توخی ړۍ د اوني دفتر ته او ورپسې د بیننسیوان دفتر ته ځي. د دوۍ بکسونه په گاډو کی دي. ] اوني وروسته ما ته ووییل چې نجیب غوښتل په دهلي کی خپلې میرمنې ته زنگ ووهي او ورته ووایي چې د کابل نه د ده د وتلو مخنیوۍ وشو خو اوني ټینگار کوو چې نجیب ړۍ یو د هغه جنرا نو نه چې ده ته تر اوسه وفادار دي زنگ ووهي چې بیننسیوان چې په الوتکه کی بند ساتل شوۍ او په خطر کی ده خوشې کړي.[
د شپې ۲:۴۵ بجې. بیننسیوان د الوتکې څخه زنگ وهي او وایي چې دۍ تر اوسه په الوتکه کی ده. الوتکه پرواز نشي کو ی او د الوتکې نه ازبکان چارپیر دی.
د شپې ۲:۵۰ بجې. بیننسیوان بیا زنگ وهي. درې جنرا ن ظاهرا د نجیب په غوښتنه هوایي ډگر ته په یو میرسیدیس Mercedes کی ورسیدل. بیننسیوان دوۍ ویني او په دوۍ کی یې جنرال عظیمی او جنرال د ور وپیژندل. دوۍ د ملیشو سره په هوایي ډگر کی خبرې کوي. دوۍ پوهیږي چې د دوۍ د نجات لویه هیله په ملگرو ملتو کی ده نو بیننسیوان باید ضایع نشي.
نجیب هم د ملي امنیت د وزیر غ م فاروق یعقوبي سره لنډې خبرې وکړې او د دغه پیښې د دلیل پوښتنه یې ترې وکړه. یعقوبي ورته ووییل چې بیرته به د دغه پوښتنې د ځواب د پاره زنگ ووهي. ]یعقوبي هیڅ زنگونه وهلو او سبا ته د ده د ځانوژنې راپورخپور شو. هغه افغانانو چې مونږ ورسره اړیکي درلودې، ووییل چې یعقوبې وژل شوۍ، خو خداۍ خبر. کیداۍ شي یعقوبې د محکومیت نه ځان وژنه غوره گڼلې وي او یا دا هم کیداۍ شی چې د ده کوم س ندي دۍ وژلۍ وي تر څو خپل ځان د دغه کار په بدل کې په راتلونکي کې د ممکنه محاکمې او جزا نه وژغوري. په هر صورت، مرگ خپل باج واخیسته.[
د شپې ۳ بجې. بیننسیوان او د هغه مرستیال اندرو گیلمور Andrew Gilmore ته د الوتکې نه د وتلو اجازه ورکړل شوه. دوۍ به سمد سه د ملگرو ملتو مرکزي دفتر ته راشي. الوتکه تر اوسه په هوایي ډگر کی ده او ملیشه ترې چاپیر ده. زه د نجیب او جنرال توخي سره د بیننسیوان په دفتر کی ناست یم. نجیب ماته په گوډه ماته انگلیسی ژبه وایي:" ته گوره ورته، دا همغه افراطي عناصر دي چې ما یې په هکله خبرې کولې، او دا یې یوازې پیل دۍ." ] نجیب خپل ځان د زاړه فیوډالي رژیم او دغه نوی افراطیانو په منځ کی اعتدال خوښونکۍ گڼي.[
د شپې ۳:۱۵ بجې. د ملگرو ملتو د الوتکې پیلوټ په موبایل کی مونږ ته ووییل چې هغه ته د الوتنې اجازه ورکړل شوه. مونږ ورته ووییل چې کله هوا ته شو نو مونږ ته خبر راکړي.] په حقیقت کی مونږ دا ومنله چې نجیب به نن شپه پرواز ونه شي کړۍ.[ په څو دقیقو کی الوتکه په بریالیتوب سره په هوا کیږي. مونږه د ملگرو ملتو په دفتر کی د خپل پیټې سره یو.
نور بیا ...