په شنډېدو کې د ګرځنده ټیلیفون اغېزې


ژباړن: عطا محمد میاخېل
موږ غواړو له ګرځنده ټیلیفون څخه د ګټه اخیستنې په زیانونو مو خبر کړو، دا وسیله کولای شي د زوجینو ( جوړو ) د شنډېدو سبب وګرځي. موبایل کولای شي، ستاسو په وینه او ادرار باندې هم بده اغېزه وکړي. د امیندوارۍ پرمهال نباید میندې له ګرځنده ټیلیفون څخه ډېره ګټه واخلي، ځکه دا وسیله وکولای شي د دوی د جنین له پاره ډېر زیات جانبي (اړخیز) خطرونه ولري.
په دې ورځو کې له ګرځنده ټیلیفون څخه ګټل اخیستل د ژوند برخه ګرځېدلې. له دې وسیلې څخه نه یوازې په کاري چاپېریال کې، بلکې په کورونو کې هم ګټه اخیستل ډېر شوي، خو هرومرو به مو پام شوی وي، چې ګرځنده ټیلیفون له خپلو ټولو آسانتیاو سره سره، چې د بشر له پاره یې لرلي، د هغه جسم ته یې زیانونه هم ور اړولي دي.
که چېرې کوم څوک د دوو دقیقو له پاره په موبایل کې خبرې وکړي، نو د خولې د ناړو انزایمي جوړښت یې په بشپړه توګه بدلون کوي. سر بېره پردې، په وینې او ادرار باندې هم منفي اغېزې لري.
تر ټولو بد حالت، چې وکولای شو د ګرځنده ټیلیفون د زیانونو په اړه یې انځور کړو، د امیندوارۍ پرمهال له هغه څخه ګټه اخیستنه ده، ځکه چې د جنین بدن تر اوسه په ښه او بشپړه توګه نه دی اوبدل شوی او ډېر حساس دی. پوهانو خبر ورکړئ، هغه ښځې چې د امیندوارۍ پرمهال له ګرځند ټیلیفون څخه ګټه اخلي، په راتلونکې کې یې جنین په چلندیزو اختلالاتو باندې د اخته کېدو له خطر سره مخامخ کېږي. د ګرځنده ټیلیفون څپې د جنین په بدن کې د مالیکولي غبرګونونو د کمښت سبب ګرځي.
سر بېره پردې هغه څېړنې چې د امیندوارو ښځو په اړه ترسره شوي، څرګندوي: د امیندوارو ښځو په وسیله له ګرځنده ټیلیفون څخه ګټه اخیستل، کولای شي په راتلونکې کې د دوی اولادونه له نه جبران کېدونکو ستونزو سره مخامخ کړي. امیندوارې ښځې باید لږ تر لږه له موبایل څخه د دوو مترونو په اندازه واټن ولري.
هغه میندې چې له ګرځنده ټیلیفون څخه ګټه اخلي، نو خپل اولادونه څلور پنځوس سلنه د ټولنیزو اړیکو له ستونزو او روحي او اروایي اختلالاتو سره لاس و ګرېوان کوي. د یادونې وړده، هغه ماشومان چې اوه کلن شوي نه وي او له موبایل څخه ګټه اخلي، په هغوی کې چلندیزې ستونزې را منځته کېږي.
د ګرځنده ټیلیفون زیانونه یوازې په ښځو پورې تړاو نه لري، بلکې هغه نارینه چې له موبایل او یا هم له کمپیوټر څخه ډېره زیاته ګټه اخلي، په هغوی کې د سپرمونو کچه را ټیټېږي. په نرانو کې د سپرمونو ژونکې ( حجرې ) تل د جوړېدو په حال کې دي او په ښځو کې هم حجرې د وېش په حال کې وي، هر ډول بدلونونه او هر ډول څپې کولای شي په هغو باندې اغېزې ولري. په دې اساس حتا ګُل موبایل هم نباید د خوب پرمهال د خوب په کوټه کې کېښودل شي، ځکه چې ګُل موبایل هم تل زیان اړونکې څپې خپروي.
موندنې ښیي هغه نران چې په ورځ کې له څلور ساعتونو څخه زیات ګرځنده ټیلیفون کاروي، په منځنۍ کچه تر ټولو کم سپرمونه تولیدوي، یانې په هر ملي لېتر کې پنځوس میلیونه او هم سپرمونه یې له ټیټ کیفیت څخه برخمن دي.
الکترو مقناطیسي ډګرونه په بدن کې د معدني مواد د جذب کړنې ته بدلون ورکوي او د تومورونو د پراخېدو چټکتیا زیاتوي. د نرانو په سپرمونو باندې د پوهانو څېړنې، چې د درې نظرونو پر بنسټ اندازه شوي، د تخمې په لور د سپرمونو د حرکت وړتیا، د ژوندیو سپرمونو تناسب او په هر واحد کې د سپرمونو شمېر، مشخصه شوې، چې د سپرمونو طبیعي حرکت په معمول ډول باید د ۵۰ او ۸۵ سلنه ترمنځ وي، په هغو نرانو کې چې د ګرځنده ټیلیفون له وړانګو سره مخامخ وو ۸ سلنه ته رسېږي.