د کرکټ درې افغان لوبغاړي په نړيواله درجه بندۍ کې رامخکې شوي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې درېيو پياوړو لوبغاړو محمد شهزاد، محمد نبي او راشد خان د شل اووريزو سياليو په نړيواله درجه کې ډېر پرمختګ کړى دى.
د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا د سلواغې په ٤مه د شل اووريزو سياليو نوې نړيواله درجه بندي اعلان کړې چې په کې دوه افغان لوبغاړي د نړۍ په غوره لسو لوبغاړو کې راغلي دي.
دغه راز د نړيوالې شورا له خوا د لوبډلو په خپرې شوې درجه بندۍ کې افغانستان د نړۍ غوره نهم هېواد اعلان شوى دى.
د خپرې شوې درجه بندۍ له مخې، د کرکټ د شل اووريزو سياليو د توپوهنې په کټګورۍ کې افغان لوبغاړي محمد شهزاد د نړۍ په لسو غوره توپ وهونکو کې نهم مقام خپل کړى دى.
هغه په متحده عربي اماراتو کې د صحرا جام شل اووريزو سياليو کې په ټوليزه توګه ٢٠٧ منـډې جوړې کړې.
دغه راز د کرکټ نړيوالې شورا ويلي چې د توپ اچونې په کټګورۍ کې افغان توپ اچوونکي راشد خان پنځم مقام خپل کړى دى.
نوموړي د صحرا جام سياليو پر مهال نهه مخالف لوبغاړي سوځولي وو.
بلخوا د کرکټ نړيوالې شورا ويلي چې د کرکټ د شل اووريزو سياليو د الراونډرانو په کټګورۍ کې افغان لوبغاړی محمد نبي څلورم مقام خپل کړى دى.
الراونډر د کرکټ هغه لوبغاړي ته کارول کېږي چې په توپ اچونه او توپ وهلو دواړو کې خپله وړتيا وښيي.
بلخوا د افغانستان پياوړي توپ وهونکي شهزاد د صحرا جام سياليو په پاى لوبه او نيمه پاى لوبه چې په يوه ورځ ترسره شوې، د دوه نيمه سليزو په وهلو سره نړيوال ريکارډ جوړ کړى دى.
د کرکت اړونده خبري سايټونو د معلوماتو له مخې، تر اوسه په يوه ورځ د کرکټ په دوو نړيوالو لوبو کې کوم لوبغاړي دوه پنځوسيزې نه وې وهلې.
 
شهزاد محمدي د صحرا جام سياليو په نيمه پاى لوبه کې د عمان پر وړاندې ٨٠ او په پاى لوبه کې د ايرلينډ پر وړاندې يې ٥٥ منډې جوړې کړې وې.
 
د کرکټ د چارو کارپوه او د لوبې سپورټي موسسې مسوول رحيم ګل څاروان وايي چې په صحرا جام سياليو کې افغان لوبډله او لوبغاړي ډېر ښه وځلېدل او دا يې ثابته کړه چې دوى اوس د نړۍ د پياوړو لوبډلو په کتار کې راځي.
 
هغه پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال په ځانګړې توګه د شهزاد او راشد خان يادونه وکړه چې ډېر پياوړي شوي او اوس د نړۍ له ډېرو پياوړو لوبغاړو څخه ښه لوبه کوي.