ترکمنستان د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د برېښنا مزي غځوي

ترکمنستان وايي، په پام کې لري چې افغانستان، پاکستان او هندوستان ته د ګازو د ټاپي نللیکې تر څنګ د برېښنا قوي مزي هم وغځوي.
د تریند خبري اژانس د راپور له مخې، د ترکمنستان حکومت د پنجشنبې په ورځپه یوه پیغام کې ویلي: «د ګازو د نللیکې تر څنګ به د افغانستان له لارې د قوي برېښنا مزي هم وغځوو.))
ترکمنستان دمګړۍ د افغانستان هرات او څو نورو سرحدي ولایتونو ته برېښنا صادروي خو ټاکل شوې ده چې د سالنګ له لارې کابل او د افغانستان د مرکز او جنوب ۱۲ نورو ولایتونو ته برېښنا صادره کړي.
دغه هېواد په پلان کې لري چې تر ۲۰۲۰ پورې په ساعت کې ۲۷ اعشاریه ۴ ميلیارد کیلوواټه برېښنا تولید کړي او تر ۲۰۳۰ پورې یې په ساعت کې ۳۵ اعشاریه پنځه ميلیارده کیلواټو ته ورسوي.