ټرمپ ښايي په لومړي ګام کې د اوباما ځیني فرمانونه لغوه کړي

نړیوالې رسنۍ وايي ټاکل شوې چې د امریکا متحده ایالتونو نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل کار په لومړیو کې ځیني اجرايوي اقدامات وکړي او د مخکیني ولسمشر بارک اوباما ځیني تګلارې لغوه کړي.
ټرمپ پرون رسماً د امریکا متحده ایالتونو د پنځه څلوېښتم ولسمشر په توګه په سپینه ماڼۍ کې د لوړې مراسم پر ځای کړل.
د روټیز خبري اژانس د خبر له مخې ښايي ټرمپ په خپل لومړني اجرایوي اقدام کې هغه څه باندې ۲۷۵ فرمانونه لغو کړي چې ولسمشر بارک اوباما د خپلې اته کلنې واکمنۍ پرمهال لاسلیک کړي وو.
د کډوالو موضوع:
په‎ دغو اقداماتو کې یوه د کډوالو موضوع ده. د ولسمشرۍ د انتقال ډلې ته نږدې کسانو ویلي چې د جمهوري غوښتونکي ډونالډ ټرمپ سلاکارانو سپارښتنه ورته کړې چې د خپلې دندې په لومړیو ورځو کې دې د امریکا متحده ایالاتو ته د کډوالو ورتګ محدود کړي. دغه سرچینې وایي، ښایي ټرمپ د ډاکا "DACA" په نوم هغه فرمان لغو کړي چې له مخې یې بارک اوباما هغو کسانو ته چې په ماشومتوب کې امریکا ته په غیر قانوني توګه ور وړل شوې وو، اجازه ورکړي چې په هغه هېواد کې تر دوو کلونو پورې کار یا تحصیل وکړي.
دا جواز څه باندې۷۰۰ زرو کسانو ته ورکړل شوی و. ټرمپ به ښایي د اوسمهال لپاره د دغو کسانو د ایستلو اقدام ونه‎ کړي.
د ګوانتانامو زندان بله هغه مسئله ده چې بارک اوباما په ۲۰۰۹ میلادي کال کې واک ته له رسېدو سره د دې زندان د تړلو ژمنه کړې وه. اوباما د دغو بندیانو شمېر په تدریج سره کم کړ چې د وروستي خبر له مخې د جنورۍ پر ۱۹ د نورو څلورو بندیانو په انتقال سره اوس په دغه زندان کې ۴۱ تنه پاتې دي. پنټاګون د دې اقدام په اړه نور جزئیات نه ‎دي ورکړي، خو سعودي عربستان ویلي چې یو خوشې شوی بندي د سعودي عربستان و او خپل کور ته ورسېد.
ټرمپ بیا د ګوانتانامو بندیان خطرناک بللي او وایي چې هغوی به خوشې نه ‎کړي بلکې شمېر به یې لا ډېر کړي.
 
د فدرال کاري ځواک په اړه ولسمشر اوباما څو فرمانونه لاسلیک کړي وو چې ښایي ټرمپ به یې یا له سره غور پرې وکړي او یا به یې لغوه کړي. په دغو فرمانونو کې ځیني داسې قراردادونه دي چې کارګرو ته د کار په بدل کې تر ټولو ټیټه تنخوا په ساعت کې ۱۰ ډالره ایښودل شوې.
د بل فرمان له مخې بیا ټول فدرال قراردادیان اړ دي چې خپلو کارګرو ته د ناروغۍ د رخصتۍ پر مهال هم معاش ورکړي.
د انرژۍ او اقلیمي بدلون په اړه هم ولسمشر بارک اوباما لسګونه اجرایي فرمانونه صادر کړي وو چې ښایي ټرمپ به یې د لغوه کولو هڅه وکړي. اوباما په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د پاکې انرژۍ پلان نهایې کړ څو له اټومي دستګاوو څخه د کاربُن خورېدل راکم کړي. دغه پلان اوس هم په فدرال محاکمو کې دی او کېدای شي د ټرمپ د اجرایوي فرمان له مخې باطل شي.